څېړنو ښودلې چي د خپلي مورنۍ ژبي زدکړه انسان په ځان ډاډه کوي

 زه خپل شاوخوا زياتي افغاني کورنۍ وينم چي ماشومان يې په نورو ژبو خبري کوي، خو په خپلو مورنيو ژبو بلد نه دي. د دغو ماشومانو مور او پلار که هر ډول عذرونه وړاندي کړي، يا له حکومت او رايت څخه ګيلې او شکوې وکړي، حقيقيت په پټېدلای نسي. حقيقت دا دی چي هر څوک په لومړي سر کي پخپله د خپل ماشوم د تعليم او تربيې او په زياته د مورنۍ ژبي د زدکړې له پاره مسؤل دی. دا مهمه نه ده چي د ماشوم مورنۍ ژبه پښتو، فارسي، بلوڅي که سرائيکي ده. هر ماشوم دا حق لري چي پخپله ژبه تسلط ولري او ليک او لوست په وکولای سي. کوم مور او پلار چي خپل ماشوم ته د هغه مورنۍ ژبه نه ورزده کوي، نو د خپل ماشوم لويه حق تلفي کوي.

څېړنو ښودلې چي د خپلي مورنۍ ژبي زدکړه انسان په ځان ډاډه کوي او د نورو ژبو په زدکړه کي ورته آساني پېښوي. د کومو انسانانو چي خپله مورنۍ ژبه نه وي زده، نو ورڅخه زیاتره يې د احساس کمترۍ سره مخامخ وي او ځان ورته معذوره او نيم ښکاره کيږي. د مورنۍ ژبي او په همدې توګه د بلې هري ژبي د زدکړې له پاره ماشومتوب تر ټولو غوره وخت وي. په څومره لږ او يا تقريبا هيڅ زحمت چي په ماشومتوب يوه ژبه په ښه توګه زده کېدلای سي، په بالغ عمر يې زده کړه د اکثره انسانانو له پاره تقريبا ناممکنه وي. له همدې کبله هر مور او پلار بايد خپلو اولادونو ته په داسي وخت کي لا خپله مورنۍ ژبه ورزده کړي چي د هغوی عمرونه کم وي. په زياته هغه کورنۍ چي له خپل هيواد او ژبي څخه ليري ژوند کوي، هغوی بايد دغې موضوع ته خاصه پاملرنه وکړي. که پاملرنه نه وکړي نو ماشومان به يې له خپلې مورنۍ ژبي او په دې توګه د خپل هويت له يوې عمده برخې څخه بې برخي پاته سي.

د ماشومانو سره په کور کي د هغوی په مورنۍ ژبه خبري کول او هغوی په خپله مورنۍ ژبه خبرو کولو ته تشويق کول هغه لومړی ګام دی. هر څومره چي د دغو ماشومانو سره د هغوی په مورنۍ ژبه زياتي خبري کيږي، هومره د هغوی ژبه پياوړې کيږي. خو د دې له پاره چي د ماشومانو په ژبه کي فصاحت راسي او د هغوی مورنۍ ژبه د هغوی له پاره جالبه سي، نو هغوی بايد په خپله مورنۍ ژبه داسي هنري او ادبي توکو ته لاسرسی ولري چي د دوی د عمر له پاره غوره وي. ماشومان او بالغان هغه وخت په لا شوق او برياليتوب يوه ژبه زده کولای سي چي دغه ژبه د هغوی ورځنۍ اړتياوي پوره کړي. د دې له پاره چي ماشومان په خپله مورنۍ ژبه کي دلچسپي واخلي نو بايد چي دغه ژبه د هغوی د ساعت تېري تنده او په همدې توګه د هغوی د عمر سره سم د هغوی هنري او ادبي تنده ماته کړي. د مثال په توګه دغو ماشومانو ته بايد د دوی په مورنۍ ژبه کتابونه وليکل او ولوستل سي او بايد ورته راډيويي او تلويزيوني پروګرانه جوړ کړل سي.

ما په ۲۰۱۵ عيسوي کال د کوچنی ټکی کام په نوم د ماشومانو له پاره يوه آنلاين پروژه پېل کړه. ما غوښتل چي په افغانستان کي دننه او په زياته له هيواد څخه ليري ماشومان او د هغوی مور او پلار په آسانه توګه داسي پښتو نکلونو، نظمونو او نورو مطالبو ته لاسرسی ولري چي هم د ماشومانو د عمر سره عيار وي او هم روزنيز اړخ ولري. دا په داسي حال کي چي اول خو په پښتو ژبه د ماشومانو له پاره ليکونکي د هيڅ سره برابر دي او بل هغه مواد چي چاپ سوي دي، ورته لاسرسی محدود او کم دی. دمګړی پر کوچنی ټکی کام ۳۶۱ مطالب آنلاين دي چي پکښي منظوم او منثور نکلونه، ږغيز او ويډيويي مطالب او په همدې شان آنلاين کتابونه شامل دي. له بده مرغه چي زما د ژوند مصروفيات او زما نورې پروژې راته د دې اجازه نه راکوي چي زه په هغه اندازه وخت په دغه پروژه کي مصرف کړم، لکه چي اړتيا يې سته، خو بيا هم زه تر يوې اندازې د سوي کار څخه خوښ يم. دا ځکه چي دغه پاڼه هره ورځ د زرونو کسانو/ماشومانو له خوا کتل کيږي. پر دغه پاڼې آنلاين سوي مطالب تر اوسه تر درو مليونو څخه زيات ځلې لوستل سوي دي چي دا زما له پاره د ډيري خوښۍ خبره ده. زه داسي احساس کوم لکه ما چي درې مليونه ځله د نړۍ په ګوټ ګوټ کي ماشومانو ته پخپله په پښتو نکلونه کړي وي. ماته دا ګيله هم نه دريږي چي ولي په دغه پروژه کي چا راته د مرستي لاس رانکړ، ولي چا راسره تخنيکي همکاري ونکړه، ولي چا راسره د نکلونو په انتخاب او ټايپ کولو کي مرسته ونکړه يا ولي چا راسره د نکلونو په ږغيز ثبتولو کي مرسته ونکړه. زه په آينده کي هم له هيڅ چا څخه دا توقع نه لرم چي راسره په دغه پروژه کي به عملي مرسته وکړي. البته که د دغه متن لوستونکي ماشومان لرونکي وي، نو ورڅخه دا هيله کوم چي لطفا خپلو ماشومانو ته د هغوی مورنۍ ژبه ورزدکړه کړئ. په ليک او لوست يې ورزده کړئ. که د کوچنی ټکی کام مطالب ستاسو د ماشومانو له پاره په زړه پوري وي، نو دغه مطالب ورته ولولئ چي ژبه يې قوي سي.

احمدولي اڅکزی، د کوچنی ټکی کام مسؤل چلوونکی
د ۲۰۲۱ کال د نوامبر ۲۳مه نېټه

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page