د انسانانو د ژبي او د حيوانانو د تماس نيولې تر منځ څه فرق دی؟ د انسانانو د ژبي ځانګړتيا په څه کي ده؟

 سوال: د بيزوګانو/شادوګانو/بندرانو ځانګړي اقسام حتي په سوونو او زرونو اشارې له انسانانو داسي زده کولای سي چي هغوی په اصطلاح د انسانانو سره د اشارو په ژبه خبري کولای سي. د ګبين/عسلو مچۍ چي کله چيري د ګلونو ځېرمه ومومي نو نورو مچيانو ته نه يوازي د ځانګړي رقص په مرسته د ګلبڼ استقامت او ليري والی ښودلای سي بلکه ورته د ګلانو د مقدار په هکله هم معلومات ورکولای سي. په همدې راز د مرغانو بعضي قسمونه لکه طوطي او مينا د انساني ږغونو تمثيل کولای سي او حتی د انسان پر خبرو/اوامرو غبرګون ښيي. د حيواناتو بېل اقسام خپل تر منځ هم په ږغ، اشارو او نورو لارو تماس نيولای او يو د بل سره معلومات شريکولای سي. ايا دې ته هم ژبه ويلای سو؟

د انسانانو د ژبي او د حيوانانو د تماس نيونې تر منځ څه فرق دی؟ د انسانانو د ژبي ځانګړتيا په څه کي ده؟

جواب:

د حيواناتو تر خپل منځ تماس نيونه، يا د انسانانو سره د حيواناتو تماس نيونه (بيزو، مرغه، سپي...) ژبي نه دي. دغه طرز تماس نېونې ته صرف تماس نيول ويلای سو، خو ورته ژبه نسو ويلای.

انساني ژبه څو مهمي ځانګړتياوي لري چي له کبله يې د حيواناتو له تماس نېونې څخه بېله ده. خو زه به دلته صرف پر يوه ځانګړتيا اکتفا وکړم چي هغه د غير حاضرو او حتی غير ضروري او غيرمادي څيزونو او افکارو په هکله د معلوماتو تبادله ده.

که يوه بيزو يا شادو خوشاله وي، نو هغه کولای سي چي خپلو ملګرو ته دغه خوشالي وښيي. که وږې وي يا په غوسه وي، ورڅخه يوه کيله غواړي يا ورسره لوبي کول غواړي نو هم ورته په دې هکله معلومات ورکولای سي. خو دا چي پروند د لمر خاته پر وخت په سړه هوا کي يې تر ونې لاندي يو نابلده خو بېروونکی ږغ اورېدلی او ورڅخه سخته ډارېدلې وه، په دې هکله ورسره معلومات نسي شريک کولای. دا ډول معلومات چي «ما پروند د لمر خاته پر وخت، په سړه هوا کي يو نابلده ږغ واورېد او سخته وبېرېدم» هيڅ حيوان د بل حيوان سره نسي تبادله کولای. دا ډول د معلوماتو تبادله صرف انسانان کولای سي.

دمګړی عالمان په دې نظر دي چي په ژوندي مخلوقاتو کي صرف انسانان د دې جوګه دی چي د غيرحاضرو او غيرمادي څيزونه په هکله يو د بل سره معلومات شريک کړي. البته د ژبپوهنې په علم کي د انساني ژبي له پاره په دقيقه توګه شپږ ځانګړتياوي تعريف سوي دي چي تشريح يې په دغه لنډ جواب کي نه ځاييږي.

که په ادبي نظر ورته وګورو نو ښايي انساني ژبه هم يوازنۍ ژبه وي چي هم «کلا» او هم «بلا» کيدلای سي. هم زړونه «رغولای» او هم يې «ماتولای» سي. ښايي انساني ژبه يوازنۍ ژبه وي چي هم ويونکی په «ښايسته» او هم په «بدرنګه» کيدلای سي.

احمدولي اڅکزي، د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر ۱۱مه نېټه

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page