تا د ژرندي مهم مسلکي او تجربه کاره همکاران له کار څخه ايستلي

يو سړی د اطاق تجارت/چېمبر آف کامرس مجلس ته راغلی او له حاضرو لويو تجارانو يې وغوښتل چي د هغه په ژرنده کي پانګونه وکړي. د اطاق تجارت رئيس چا چي دغه سړی او د هغه پروژه ښه پېژندله ورته وويل:«دمګړی خو تا دغه ژرنده په زور د ځان کړېده. خو ستا خپلوان او په همدې شان څو پردي خلک د دغې ژرندي د ملکيت دعوا لري چي تا لا تر اوسه ورسره دغه لانجه تصفيه کړې نه ده. بل حقيقت دا دی چي تا د ژرندي مهم مسلکي او باتجربه همکاران له کار څخه ايستلي او پر ځای دي يې د ځان په شان نکلونه او داستانونه بيانوونکي کسان مؤظف کړيدي چي نه د ژرندي په تخنيک، نه يې په ترميم او نه يې په مراقبت پوهيږي. هغه څو مسلکي کارګر چي درپاته دي، ته هغوی ته د تنخوا ورکولو پر ځای نکلونه کوې، آن د هغوی په شخصي ژوند کي لا تا پر هغوی داسي سخت شرايط او قيودات وضع کړيدي، چي هغوی به يا نن يا سبا درڅخه وتښتيږي. تا د ژرندي له پاره تيل او پررزه پارټ درکوونکي ټول دکانداران خوابدي کړي دي او د پخلا کولو کوم عملي ګامونه دي لا نه دي پورته کړي. ته پخپله بې مسلکه او تشي ژمني کوونکی يو زورواکی کس يې، خو د باتجربه او بډايو تجارانو په بازار کي راڅرګند سوی يې او له الف څخه تر يا پوري د هغوی پر مشترکو ټولو اصولو چلپا/کانټه/کراس لګوې او ردوې يې، خو بيا غواړې هغوی ستا په ژرنده کي پانګونه وکړي. وبخښه خو ته بايد له هيڅ جدي تجار، کارګر او مشتري څخه دا توقع ونلرې، چي ستا په ژرنده کي پانګونه خو پرېږده، چي آن درسره د يو ډول اړيکه وساتي. ستا خپل شخصيت، د ژرندې او بازار په تړاو ستا پوهه او تجربه، ستا پانګه او په همدې شان ستا د ملګرو او ستا د ملاتړو شمېر او څرنګوالی په مستقيمه توګه پر تا د تجارتي اعتبار او اعتماد سره تړلي څيزونه دي. که دا څيزونه درسره نه وي، نو به له دې وروسته هم مجبوره يې چي په نکلونو او کيسو خپله ژرنده وچلوې. د ژرندي نيول ښايي د زور او بې مسلکۍ له لاري ممکن وي، خو په زور او ناپوهۍ يې چلول په اوږدمهاله توګه ممکن کار نه دی. له دې کبله به زموږ توصيه درته دا وي چي د ژرندي پر ملکيت دعوا لرونکو نورو کسانو سره مصلحت وکړه، د زور پر ځای منطق ته لومړيتوب ورکړه، د ژرندي چلولو له پاره مسلکي کسان وګوماره او راتلونکي مسلکي کسان ورته وروزه، خوابدي دکانداران بېرته راضي کړه او د بازار قوانين قبول او مراعت کړه. د هغه وروسته به موږ پخپله ستا دروازه در ټکوو او درڅخه هيله به کوو چي لطفا ستا په ژرنده کي موږ ته هم د پانګونې اجازه راکړه. »

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر ۱۴مه نېټه

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page