په کوټه کي د پښتو اکاډمۍ په غوښتنه د دغه قاموس پر څرنګوالي څو کرښي

يادونه: د کوټي درنې پښتو اکاډمۍ راڅخه هيله کړې وه چي دغه قاموس وګورم او په هکله يې خپل نظر او خپله ارزونه ورسره شريک کړم چي ايا دغه کتاب چاپ کړل سي که نه. له دغې درنې اکاډمۍ مننه کوم چي زما سپارښتنه يې منلې او دغه با ارزښته قاموس يې چاپ کړی دی.
______________
د ارزونې متن

د پښتو درنې اکاډمي کوټي ته سلامونه او نېکي هيلي وړاندي کوم.
درنو مشرانو،
له دې مخکي چي د مطرح اثر پر بعضو ځانګړتياؤ لنډه معلومات وليکم، غواړم په ډېره څرګنده توګه پر دې ټينګار وکړم چي پښتو ژبه د قاموسونو په ډګر کي لا تر اوسه يوه بډايه ژبه نه ده. د پښتو قاموسونو په ډګر کي زياتي بريالۍ هڅي هم سته چي په برکت يې په ښه کېفيت او معياري توګه پښتو قاموسونه له چاپ څخه راوتلي دي، خو دغه قاموسونه لا تر اوسه د سيالو ژبو د قاموسونو سره سيال نه سو بللای.
زه د درنې او محترمې پښتو اکاډمي کوټي څخه په ډېر درنښت او عاجزۍ هيله کوم چي هر څومره ژر چي ممکنه وي، د پښتو ژبي دغه قاموس چاپ ته وسپاري. نه يوازي له دې کبله چي په مجموع کي پښتو ژبه د قاموسونو په ډګر کي لا زيات کار ته اړتيا لري، بلکه په دې وجه هم چي په خاصه توګه عربي ژبه د پښتنو په ورځني ژوند کي زيات مهم رول لوبوي. پښتانه مسلمانان دي او د ديني زدکړو سره زښته زياته مينه او لېوالتيا لري. دا چي د ديني زدکړو له پاره د عربي ژبي زدکړه او پوهه اړينه ده، دا يو معلوم او څرګند حقيقت دی. دا چي د هرې ژبي د زدکړي او په زياته ژباړي له پاره قاموسونه هم حتمي وي، نو دا يوه بله څرګنده خبره ده. زيات پښتانه چي په عربي هيوادونو کي کار کوي، هغوی هم و عربي پښتو او پښتو عربي قاموسونو ته سخت اړمن دي. خو د هغه باوجوده بايد ووايم چي له بده مرغه د عربي پښتو يا پښتو عربي قاموسونه تقريبا د نشت سره برابر دي. په تيرو کالونو کي په شخصي سطحو د عربي پښتو قاموس ليکنې بعضي هڅې سوي دي او بعضي د عربي پښتو قاموسونو موبايل اېپس هم بازار ته راوتلي دي. د بېلګي په توګه لس کاله مخکي د ۲۱۶ پاڼو لرونکی «پردېس عربي قاموس» يادولای سو چي د عبدالرحمن بن ابراهیم الفوزان تصنيف او د اختر محمد جاهد ژباړه ده. خو يادې او نوري مخکنۍ هڅې هيڅکله هم د عربي پښتو يا پښتو عربي قاموسونو شته تشه نه سي ډکولای ځکه چي ډېره لويه ده. له دې کبله په دې ډګر کي هره هڅه مهمه او ګټوره ده. په زياته دغه قاموس چي موږ اوس ورباندي کتنه کوو پر سم استقامت له هڅو څخه يوه ده.
د دغه قاموس د ځانګړتياؤ مختصر تعارف
د «رِکاز اللغات مع الترجمتين فارسی و پښتو» کتاب د عربي ژبي قاموس دی چي پکښي عربي لغتونه په فارسي او پښتو تشريح سوي دي. دلته ځکه له تشريح څخه خبره کوم، ځکه چي د عربي لغت د ژباړلو پر وخت د هغه معادل پښتو يا فارسي لغتونه نه دي راغلي، بلکه د يوې جملې په شکل کي د دغې معنی د تشريح کولو کوښښ سوی دی.
په کتاب کي راغلي ټول عربي لغتونه په دواړو ژبو يعني پښتو او فارسي نه دي ژباړل سوي بلکه بعضي داسي عربي لغتونه هم سته چي صرف يې پښتو او يا فارسي تشريح راوستل سوې ده. د بېلګي په توګه د عربي لغت «اِدْلا» له پاره د « ۱ـ يعني څوک چي کار و بل ته حواله کي و هغه ته اِدْلا وايي ۲ـ و کشيده ۳ ـ و ټالېده ته د شي هم وايي» تشريح صرف په پښتو ژبه ليکل سوې ده. خو د هغه وروسته راغلی «اَدْهیٰ» عربي لغت ته بيا صرف په فارسي ژبه د «بمعنی ۱ ـ زيرک تر در معامله معاش و ۲ ـ مکروه تر و دشوارتر» تشريح يا ژباړه ليکل سوې ده.
په يادو مثالونو کي د دغه کتاب د ژباړي هغه يوه هڅه هم ليدل کيدلای سي چي يو عربي لغت ته د صرف يوې ژباړي يا تشريح په ليکلو اکتفا نه ده سوې بلکه زياترو عربي لغتونو ته تر يوې څخه د زياتو معناؤ او مفاهيمو د ليکلو کوښښ سوی دی. د بيلو معناؤ پر سر شمېرې هم ليکل سوي چي په دې ترتيب لومړۍ، دويمه، دريمه او وروسته شمېره ژباړي سره بيلي سوي دي.
ليکوال د زياتو عربي لغتونو د ژباړي پر وخت د ژباړي د منبع يادولو کوښښ هم کړی دی. د بېلګي په توګه د عربي لغت «اَرْجَمَنْد» ژباړه په «بمعنی صاحب عزت و جازأ بمعنی صاحب مرتبه ـ از غياث و برهان اللغات و مداراللغات و موْيداللغات و جهانگيری اللغات» سره سوې ده. د ليکوال دغه هڅه پر دې دلالت کوي چي هغه د دغه قاموس د ليکلو پر وخت د نورو قاموسونو مطالعه کړې او د ژباړي پر وخت يې ورڅخه مرسته غوښتې ده. دا چي ليکوال بيا د دغو ژباړو سره اړونده منابع ذکر کړي هم دي، دا د دغه دروند ليکوال پر علمي اماندارۍ استدلال کوي.
په کتاب کي د راغلو عربي لغتونو له انتخاب څخه داسي معلوميږي چي دغه لغتونه د ديني او فلسفي کتابونو سره تړاو لرونکي يو کس له خوا انتخاب سوي دي. دا ځکه چي په دغو لغتونو کي د ورځني ژوند د زياتو مستعملو لغتونو شمېر کم خو د ديني او فلسفي لغتونو شمېر زيات دی.
قاموس ليکنه د عملي ژبپوهنې څانګه ده چي په نړيوالو معيارونو کي يې چوکاټونه او ميتودونه تر زياتي اندازې تعريف سوي دي. په نوره نړۍ کي معمولا د يوې ځانګړي کارپوهي داسي ډلې له خوا قاموسونه ليکل کيږي چي د مسلکي مرستي او ملاتړ تر څنګ په اقتصادي او تخنيکي توګه له دولتي يا ورته ملاتړ څخه هم برخمني وي. دا چي د مطرح عربي پښتو قاموس ليکونکي په يوازي ځان د يو بشپړ قاموس ليکلو دروند بار ته زړه ښه کړی او بيا يې دغه بار تر منزله هم رسولی، په لوړه اندازه د ستايلو وړ کار دی. پښتو او پښتانه د دغه دروند ليکوال د دغې هڅې له کبله د هغه پوروړي بولم او له دې کبله ليکوال ته د زړه له کومي دعا کوم.
د پښتو اکاډمي کوټې دروند صدر ښاغلي محترم او قدرمن خيرمحمد عارف صاحب او په همدې شان د دغې درنې اکاډمۍ د نورو ټولو دخيلو غړو او همکارانو څخه يوه نړۍ مننه کوم، چي دا ډول يو مهم اثر يې خوندي کړی او په دې توګه يې د هغه د ورکېدو مخه نيولې ده.
د قاموسونه ټکی کام (Qamosona.com) مسؤل چلوونکی
احمدولي اڅکزی
د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر ۱۷مه نېټه

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page