فريد فکر کړ صرف دی په غم کي ګير دی
د کور کور غمونه ويني چي اوس ځير دی

 فريدا ميں جانيا دُکهـ مُجهـ کُوں دُکهـ سَبها ايهه جگ
اُچے چړهـ کے ديکهيا، تاں گهر گهر ايها اَگ

حضرت بابا فريد شکر ګنج

جانيا: فکر کاوه
مُجهـ کُوں: و ما ته
اُچے: بالغ نظر

تقريبي پښتو ژباړه
فريد فکر کړ صرف دی په غم کي ګير دی
د کور کور غمونه ويني چي اوس ځير دی

تشريح
بابا فريد شکر ګنج وايي چي تر کوم وخت پوري چي دی د خپل نفس په خول او پوښ کي بند ؤ، نو يې فکر کاوه چي په ټوله نړۍ کي بس يوازي دی په غم اخته او په وير کي ګير دی. هغه وايي چي کله يې په بالغ نظر وکتل او د خپل نفس له پوښ/خول/زندان څخه را دباندي/راجګ سو، نو يې وليدل چي په نړۍ کي هيڅوک هم داسي نسته چي د غم لمبې دي نه وي پر بلي. معنی دا چي د بل/نړۍ له حقيقت/غم څخه د ځان خبرولو له پاره اړينه ده چي څوک د خپل نفس له ديوالونو څخه هسک کتل او فکر وکړي.

بابا فريد
بابا فريد د يو اټکل له مخي په ۱۱۷۳ عيسوي کال د نني پاکستان د ملتان په کهوتووال ولسوالي کي زېږېدلی ؤ. هغه د چشتيه صوفي طريقت غړی او شاعر ؤ. نوموړی تر نن پوري په سيمه کي د تصوف په تر ټولو مهمو اشخاصو کي شميرل کيږي. د دغه صوفي شاعر اصلي نوم مسعود او لقب يې فريدالدين ؤ. هغه د پنجابي ژبي لومړی او د دغې ژبي د شاعرۍ بنياد ايښودونکی بلل کيږي. د هغه په هکله ويل کيږي چي پلار شيخ شعيب يې د سلطان محمد غزنوي خوریی ؤ. هغه د ۹۲ کالونو په عمر په ۱۲۶۵ عيسوي کال وفات سو او په پاک پتن سيمه کي خاورو ته وسپارل سو. د خپل وخت پاچا محمد تغلق چي د نوموړي له مريدانو څخه ؤ، د هغه پر قبر مزار تعمير کړ چي تر نن پوري د ګنج شکر د مريدانو او مينه والو د راغونډېلو مرکز دی.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ ۱۴مه

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page