هغه د يو کارپوه او متخصص ډاکټر او تدريس کوونکي په توګه منل سوی او پېژندل سوی دی.

 قدرمن محترم او فاضل استاد الحا ج پوهنوا ل ډاکتر نظر محمد سلطانزی ځدراڼ يو له هغو افغانانو څخه دی چي خپل ولس ته يې د ساينس په برخه کي بې ساري خدمتونه کړي دي. د ښکلو اخلاقو او ډېر علم دغه څښتن په پښتو ژبه دومره مهم آثار ليکلي دي چي په برکت يې پښتو په اړونده ساينسي ساحه کي د کتابونو له پلوه له نادارۍ څخه د بډايتوب پر لور روانه سوېده. د يو ساينسپوه په توګه د فاضل استاد له خوا په پښتو ژبه د کتاب ليکلو په مرسته و خپل ولس ته د خپل علم پوهي او تجربې د رسولو او خوندي کولو ابتکار بايد نورو ټولو افغان ساينسپوهانو ته مشعل او لارښود او د تقليد وړ عمل وګرځي. دا ځکه چي پښتو ژبه په زياته د ساينسي علومو په برخه کي د کتابونو د کمښت جدي ستونزه لري. حال دا چي په زياته په اوسني پېر کي د ژبي د ژوندي پاته کېدو او د سيالانو سره د سيال کېدو لپاره د ژبي علمي او ساينسي کېدل حتمي دي.
د افغانستان د اټومي ادارې دغه پخوانی رئيس استاد سلطانزي ځدراڼ په آلمان کي د مهاجرت د ژوند پر وخت د آلمان په ټولنه کي د يو مسلکي او متخصص ډاکټر او تدريس کوونکي په توګه منل سوی او پېژندل سوی دی. هغه د خپل زښت مصروف مسلکي ژوند تر څنګ د ټولو ستونزو باوجوده خپل هيواد او ولس ته بېساري خدمتونه کړي دي. د بېلګي په توګه فاضل استاد لاندني کتابونه په روانه او ښکلې پښتو خپل ولس ته وړاندي کړي دي:
ـ د سرطان ناروغيو راديو تراپي، کابل ۲۰۲۲ عيسوي کال
ـ طبيعي علومو انګليسي ـ پښتو قاموس، کابل ۲۰۲۱ عيسوي کال
ـ سرطان او د چاپيريال راديو اکتيويتي، آلمان ۲۰۰۷ عيسوي کال
ـ د اولترا سونډ طبي کارول، آلمان ۲۰۰۷ عيسوي کال
ـ د وينې سرطان، آلمان ۲۰۰۹ عيسوي کال
ـ د سينې سرطان پېژندنه، درملنه او مخنيوی، آلمان ۲۰۱۶ عيسوي کال
دا چي فاضل استاد د يادو کتابونو د ليکلو پر وخت څه ډول مشکلات پر ځان منلي او ورسره کومي ستړياوي مل وې، ښايي يوازي استاد او د هغه رب په خبر وي. دا ځکه چي پښتو ژبه په زياته د ساينسي او مسلکي اړخه د قاموسونو او نورو ورته مهمو منابعو په ترڅ کي خورا خواره ده. نو ځکه که يو څوک يو مسلکي او ساينسي کتاب په پښتو ژبه ليکي نو د مسلکي او ساينسي لغتونو د ژباړي او تشريح په وخت کي د لويو ستونزو سره مخامخ کيږي. دا چي استاد د هغه باوجوده پر ځان دغه تکاليف ومنل او دومره مهم ساينسي کتابونه يې د پښتو ژبي ته ډالۍ کړل، نو دا د خپل هيواد او خپل ولس سره د هغه د ميني او بې ساري خلوص څرګندويي کوي.
دروند او مهربان استاد د «اسلام پوهنه» په نوم کتاب هم ليکلی دی چي د اسلام د مبين دين د بنيادي لارښوونو په هکله معلومات په امانتدارۍ او د ماخذونو او منابعو سره مل راغونډ کړل سوي دي.
په ۱۹۴۴ عيسوي کال په پکتيا کي نړۍ ته سترګي پرانيستونکي ډاکټر صاحب سلطانزي ځدراڼ په آلماني ژبه هم علمي مقالې او کتابونه ليکلي دي. نوموړی ۱۸ کلن ؤ چي په ۱۹۶۲ کال آلمان ته راغلی او د فرانکفورټ ام ماين په پوهنتون کي يې فيزيک او د هغه وروسته په بوخوم ښار کي په طب کي لوړي زدکړي وکړې. د تحصيل د بشپړه کولو وروسته هغه بېرته افغانستان ته ولاړ او هلته يې د کابل په پوهنتون کي د استاد په توګه کار پېل کړ. استاد هغه وخت د افغانستان يوازنی فيزيک پوه ؤ او ولسمشر هغه د افغانستان د اټومي ادارې رئيس وټاکه. استاد سلطانزي ځدراڼ په دغه دوره کي د نورو مهمو کارونو تر څنګ د اټومي انرژۍ د نړيوالي ادارې په تمويل په افغانستان کي د راديو اکتيف وړانګو په تړاو پلټنې وکړې او پايلي يې په ۱۹۸۶ کال په ويانا کي يادي ادارې ته وړاندي کړې.
فاضل استاد د خپلې ټولې پوهي، تجربې او مسلکي برياوو لرلو باوجوده يو ډېر خاکساره او مينه ناک انسان دی. زه په دې فخر کوم چي فاضل استاد خپل لارښود، مشر او ملګری ياد کړم. الله دي پر افغان ولس نور ډېر داسي عالم، باخلوصه او سپېڅلي بچي پېرزو کړي. آمين
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د می ۲۹مه نېټه

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page