source of image: https://www.pinterest.de/pin/566398090627586745/
source of image: https://www.pinterest.de/pin/566398090627586745/

 ډول وهونکی يو خوشال خوشال روان ؤ
ځای يو ليري ته پر لاره دغه ځوان ؤ

 ډول وهونکی يو خوشال خوشال روان ؤ
ځای يو ليري ته پر لاره دغه ځوان ؤ
دا ؤ مخي ته يې راغلی ملاجان يو
بل کوچنی يې ؤ ملګری طالب جان يو
په رشخند ملا پر ږغ کړ ويل څه کړې
خير خو دی چي ليري کلي ته بيا تله کړې
ډول وهونکی په سلام بيا په بيان سو
په جګ ږغ په ترنم ورته ګويان سو
ما چي غواړي خود به خير وي زما جانانه
شر که وای نو ته به يې غوښتې ملاجانه

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د جون ۱۲مه نېټه

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page