source of image: https://commons.wikimedia.org/wiki/File:RNC_2008_Officer_Holds_Stick_2822106994.jpg
source of image: https://commons.wikimedia.org/wiki/File:RNC_2008_Officer_Holds_Stick_2822106994.jpg

که يو وخت د يو ولس يا هيواد په هکله پوښتني درته پيدا سي لکه:

که يو وخت د يو ولس يا هيواد په هکله داسي پوښتني درته پيدا سي لکه:
ايا هلته بنده د بنده بندګي ته اړ ايستل کيږي؟
ايا پکښي انساني کرامت ته احترام له منځه تللی دی؟
ايا دغه هيواد يا ولس بلواک او غلام دی؟
ايا دغه هيواد په خير غوښتنه او قرضو خپله ګوذاره کوي؟
ايا ولس يې بيده دی؟
ايا واکمنان يې درواغجن او اوسېدونکي يې درواغ منونکي دي؟
ايا پکښي رشوت، اختلاس او بې عدالتي د ورځني ژوند برخه ګرځېدلې ده؟
ايا مشترک ضمير يې مړ سوی او تعافن ورکوي؟
ايا اکثريت بې تعليمه او با تعليمه يې له پوهي څخه ليري دي؟
يادي او ورته زياتي نوري پوښتني په ډېره آسانه توګه ځان ته جوابولای سئ. که يې په عادي او غير اضطراري حالت کي هم د پوليسو او نورو نظم ساتونکو په لاس کي ډنډه، کېبل يا ورته کوم بل څيز ؤ، نو د پورتنيو ټولو پوښتنو جواب «هو» دی.
خو که يې د پوليسو حتی هر وخت ګوته د وسلې پر ماشه وه، نو بيا خو ښايي حتی ځنګل او بيديا ورباندي څو چنده بهتر وي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د اګست شپږمه نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/85jd1
___________

source of image: https://commons.wikimedia.org/wiki/File:RNC_2008_Officer_Holds_Stick_2822106994.jpg

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page