د دغې ژبي د پرمختګ لپاره په امريکا کي د «کلينګون لېنګويج انستيتيوت» جوړ سوی دی

 کلينګون ژبه (تلهينګان خول) هغه ژبه ده چي ژبپوه مارک اوکراند په ۱۹۸۴ کال د «سټار ټرېک» په فلم کي راڅرګندېدونکي د «کلينګون» په نوم جګړه مار مخلوق لپاره اختراع کړه. په سټار ټرېک فلم کي کلينګونيان انسانانو ته ورته (هومونوئيد) مخلوق دی چي زموږ له شمسي نظام څخه ډېر ليري په قرونوس سياره کي ژوند کوي. د دغه مخلوق په کتلور او خټه کي غيرت ډېر اهميت لري او هغوی ډېر ژر احساساتي او آن عصباني کيږي.
کلينګوني ژبې د وخت په تېرېدو سره د زيات شمېر انسانانو توجه ځان ته جلب کړه، او آن يو شمېر کسان سته چي دغه ژبه يې په بشپړه توګه زده کړې او خبري په کولای سي. د دغې ژبي د پرمختګ لپاره په امريکا کي د «کلينګون لېنګويج انستيتيوت» جوړ سوی دی چي په پنځوسو هيوادونو کي څانګي او تر ۲۵۰۰ څخه زيات غړي لري.
له دې مخکي چي مارک اوکراند ته د سټار ټرېک د دريمي لړۍ لپاره د کلينګوني ژبي د طرحه کولو دنده وسپارله سي، په مخکنيو قسطونو کي څو جملې کلينګوني ژبه ويل سوې وه، بېله دې چي تر مخه يې پر جوړښت غور وسي. بلکه دغه جملې هسي اټکلي جوړي سوي وې او تر شا يې کوم کانسپټ نه ؤ. اوکراند وايي چي له دغو جملو څخه يې مورفېمونه راوباسل او نور يې پکښي اضافه کړل. هغه دغې ژبي ته ګرافيمونه هم جوړ کړل. د دې تر څنګ هغه د دغې ژبي لپاره ګرامر جوړ کړ او ورته لومړيتوب دا ؤ چي دغه ژبه د انسانانو د اکثرو ژبو سره په ږغ او جوړښت کي بايد زيات فرق ولري. له همدې کبله يې د مثال په توګه په جملو کي د «مفعول فعل فاعل» جوړښت انتخاب کړ. دا په داسي حال کي چي د انسانانو په تقريبا تر ۷۰۰۰ څخه زياتو شته ژونديو ژبو کي صرف ۹ ژبي داسي دي چي جملې يې ياد ترتيب لري. د مثال په توګه که موږ غواړو چي په کلينګون ژبه کي ووايو چي «زه راډيو اورم. (فاعل مفعول فعل)» نو وايو «سې خابلي جي جتاخ (مفعول فعل فاعل)». په کلينګون لغتونو کي هغه ږغونه چي په حلق کي تلفظ کيږي او په پرتليزه توګه انساني ژبو کي کم دي، زيات استعمال لري. دغو ږغونو ته په ژبپوهنه کي ګلوټلز ويل کيږي.
کلينګون يوه پېوندي ژبه ده. يعني د لغتونو سره د مختاړو په لګولو سره د شخص، زمان او نحوي حالت تغير افاده کيدلای سي. په دې توګه نو د کلينګون ژبي په جملو کي د لغتونو شمير نسبتا کم وي. د مثال په توګه‏:
زه پر هغه باندي ډزی کوم ـ (غَخواډ جِبخ)
ته په خپل فعل کي بې احتياطه وې. (بِونګډِ بليپخَ)
ته بايد بخښنه وغواړې. (بِتلهِجنيس)
هيڅوک به خبر نسي. (سوف پغ)
د کلينګون ژبي لومړی قاموس په ۱۹۸۵ او بيا په ۱۹۹۲ کي چاپ سو. د دغې ژبي په هکله زيات کتابونه ليکل سوي دي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د اګست شپږمه نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/5j267
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page