source of image: https://www.alimentarium.org/sites/default/files/media/image/2016-05/WEB_Vache_sacr%C3%A9e_Inde_0_0.png
source of image: https://www.alimentarium.org/sites/default/files/media/image/2016-05/WEB_Vache_sacr%C3%A9e_Inde_0_0.png

 و غوا ته د هندوانو د عقيدت ښودلو پر يوه ويډيو

 يو افغان مي وليد چي په موبايل کي يې و غوا ته د هندوانو د عقيدت ښودلو پر يوه ويډيو په زوره په زوره خندل او ورسره مل له سپکاوي ډکي تبصرې يې کولې. ما ويل که خپل نظر درسره شريک کړم خوا خو به دي نه بديږي. ويل نه. نو ما ورته وويل:

«غوا خو حد اقل شودې ورکوي، دا ستا د ولس بتان خو هيڅ بريښ نلري، خو بيا هم مريدان او غير مستقيم عبادتګر لري. دا ستا د ولس زيات خلک چي حاجي فلاني خان فلان زي يا فلاني خېل، سردار پستانکي خان بدمعاش، ملک برېتو قبضه ګر، اختلاسګر او رشوتخور بابا، مولانا خېټور درواغجن او يا بل غل قاتل او ډاکو قهرمان ته عقيدت ښيي او په غير مستقيمه توګه يې عبادت کوي، هرې لوڅي ته يې پرتوګ ګنډي، هرو درواغو ته يې بهانې لټوي، ورته قصيدې ليکي، له عشقي سندرو سره يې د باډيګارډانو کوچره ويډيوګاني جوړوي، ورته رايي ورکوي او ستايني يې کوي، پر نوم يې جنګونه او جګړې کوي... پر هغو ولي نه خاندې؟!»

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د اګست ۷مه نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/5nap9
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page