که د خپلو خلکو سره د پيسو کومک نسئ کولای، نو نوري لاري چاري ولټوئ

 په تاسو کي چي هر چا د مسکين افغانستان په نوم، استحقاق يا سپارښتنه اوس يا پخوا په باندنيو هيوادونو کي پناه، بورس يا اقامه ترلاسه کړېده، نو د افغانستان او د افغانستان د خلکو پوروړي ياست.

په زياته هغه کسان چي د افغان په نوم يې تعليمي بورسونه اخيستي خو په بهر کي د مجبورۍ يا بلې وجې پر اساس پاته سوي دي، هغوی هم تر ستوني د دغه مسکين هيواد او د خلکو مقروض دي. که د دغو تعليمونو پر اساس تاسو تنخواوي اخلئ، نو پر زياتره برخه يې د افغانستان او د افغانستان د خلکو حق دی. که مو بورسونه اخيستي خو ښه کار نلرئ، تر هغه لا بدتره خبره ده، ځکه چي هم درباندي د دغه بې وزله ولس محدود امکانات مصرف سوي، يا د دغه ولس په نوم بل چا درباندي مصرف کړي دي او هم يې مېوه نه تاسو نه بل خوړلې ده.

که د خپلو خلکو سره د پيسو کومک نسئ کولای، نو نوري لاري چاري ولټوئ چي خپل قرض ادا کړئ. البته دغه قرض په شعارونو، من من خبرو او لباسي غونډو نه ادا کيږي. که په تاسو کي يو چا خپل لس شعره يا دولس نيم لنډ نکلونه د کتاب په شکل چاپ کړي وي، نو په دا يو يا دوو اسکيرلو کتابونو هم ستاسو غاړي نه خلاصيږي. له تاسو څخه هر يو بايد ځان ته په حقيقي او ايمانداره توګه د قرض پرېکولو خپله لاره پيدا کړي يا په ګډه کومه متشرکه لاره تعقيب کړي. ستاسو دغه کار هم بايد د ځان ښودنې، ځان مطرح کولو يا جيب ډکولو (هم خدای هم خورما) لپاره نه وي. بلکه ستاسو ضمير بايد ستاسو لارښود او قاضي وي.

که داسي ونکړئ، غاړي مو بندي دي!

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ د اګست ۷مه نېټه
https://t1p.de/htnah
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://bit.ly/3vJXQKs
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page