عموما د شمله مرچ يا خواږه مرچک د کوفيل په اندازه صفر وي

لکه څنګه چي د مايعاتو د اندازه کولو لپاره د ليټر واحد سته، د اوږدوالي لپاره د متر، د تودوخي لپاره سانټي ګراډ ... همداسي په مرچکو کي د تريخوالي د مقدار لپاره واحد سته چي ورته د سکوفيل مقياس (Scoville-Scale) ويل کيږي. په مرچکو کي د تريخوالي د اندازه کولو طريقه امريکايي درمل جوړوونکي ويلبر سکوفيل په ۱۹۱۲ کي معرفي کړه. د دغه ميتود له مخي د مرچک په وچه سوې بڼه کي د كاپسيسين (Capsaicin) په نوم کيمياوي مادې مقدار معلومول کيږي. دا هغه ماده ده چي د انسان او حيوان د درد اندازه کوونکي ريسپتورونه او لوند جلد تحريک کوي.

عموما د شمله مرچ يا خواږه مرچک د کوفيل په اندازه صفر وي. هغه عام هندی تريخ مرچک چي عموما حتی د مرچکو سره عادت سوو کسانو لپاره لا ډېر توند وي، هغه ۱۱۰۰۰ مقياس وي. په لاندني انځور کي کتلای سئ چي د هغه وروسته څه خطرناک خطرناک مرچک سته دي. د جمايکا سور په نوم مرچک چي يو نيم لک مقياس لري، که يې صرف يوه برخه په لوی دېګ کي ولويږي نو د ټول دېګ خواړه نور د خوراک نه پاته کيږي، ځکه چي ډېر به ترخه وي. فکر وکړئ چي د هغه وروسته زيات مقياس لرونکي به څومره خطرناک وي. په لاندني انځور کي تر ټولو آخري مرچک ناګاجلوکيا، ناګا مرچ او سکورپيون باندي سربسته ښار الوزول کېدلای سي، ځکه چي يو مليون مقياس لري. خوشکلامي کوم!

ما اورېدلي دي چي کندهاري ځوانان بعضي وخت د خوشطبيعتۍ پر وخت په زیاته په ودونو کي د زوم په ګوله کي تريخ مرچک پټوي. شکر چي دا زموږ ستاسو په وطنونو کي دا خطرناک مرچک نسته که نه نو د هر واده وروسته به زوم تر روغتونه رسېدلای.

بعضي انسانان سته چي د کاپسيسين سره حساسيت لري. که هغوی ته ډېر تريخ مرچک ورکول سي نو د هغه د مړيني سبب ګرځېدلای سي. د معدې ناروغان هم د ترخو مرچکو له کبله په عذابېدلای سي.
شنه يا تازه مرچک که څوک په اندازه وخوري نو ګټور هم دي. دا ځکه چي که مرچک حتی زيات تريخ هم نه وي پکښي زښته زياته ويټامن سي موجوده وي. د شنو مرچکو په سل ګرامه کي تقريبا ۱۴۴ ملي ګرامه ويټامن سي وي. دا په داسي حال کي چي يو نارينه په ورځ کي ۱۱۰ او يوه مېرمنه ۹۵ ملي ګرام ويټامن سي ته اړتيا لري.

وچ سوي مرچ صحت ته تاواني ثابتېدلای سي. هغه شنه بڼه يې ګټوره ده. نو که مرچک خوښوئ، د امکان تر حده يې شين خورئ.

البته د مرچکو شوقيان بايد دا هم پياد ولري چي مرچک د خوند حس کمزوره کوي. يعني څوک چي ډېر مرچک او توند خواړه خوري، د هغه په خوله او ژبه کي د خوند حس کمزوره کيږي.

په آخره کي يو پټ راز درسره واخلئ:
د اوبو، شلومبو يا ورته څيزونو په چښلو په خوله کي د مرچکو تريخوالی نه کميږي. دا ځکه چي کاپسيسين په اوبو کي نه حل کيږي بلکه په غوړو کي حل کيږي. که مو يو وخت تر خپلې اندازې زياته خوله ترخه سوه، نو کوچ، غوړ يا غوړې مستې يا شودې پسي وچښئ يا خوله په پرېولئ. 

ما خو په کور کي د دوه لکه مقياس لرونکي مرچک بوټی کرلی دی. مقصد که په تاسو کي چا واده کاوه او زه مو مېلمه کړم، ژمنه کوم چي په ګوله کي يې نه درپټوم.


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د اګست نهمه نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/gb96d

___________
 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page