د مېرمني بدن او د هغې ښکلا په مستقيمه يا غير مستقيمه توګه زياته مطرح وي

په لوېديځ/غرب کي شامپو مامپو، کريم مريم، صابون مابون او دا شانته زيات نور تجارتي مالونه د نيمه يا بشپړه لوڅو مېرمنو په انځورونو اعلانيږي او پلورل کيږي. تر زياتې اندازې بس همدغه د مېرمني بدن او د هغې ښکلا په مستقيمه يا غير مستقيمه توګه زيات مطرح وي. په غربي نړۍ کي مېرمنې لا تر اوسه هم په يو کار او مسلک کي تر نارينه ؤ کمې پيسې ګټي او هم يې د مشرتابه په چوکيو کي ونډه تر اندازې ډېره کمه وي.
په ختيځ/مشرق کي بيا د اکثرو شعرونو، شعارونو او سياستونو تمرکز د مېرمنو د کوم پټ ځای پر لوڅولو يا د دغو ځايونو پر پټولو ګرځي راګرځي...

دا چي يوه مېرمنه د هغې د بدن، ظاهري ښکلا او ښځينه جنسيت پر اساس نه، بلکه د يو انسان په توګه د انسانانو او انسانيت لپاره د هغې پر شته يا ممکنه کردار بايد څومره او څنګه مطرح سي، په دې هکله به په لوېديځ کي کم تجارتي اعلانونه او په ختيځ کي کم ادبي، اخلاقي يا مذهبي مواد، خبري يا هڅونې واورئ، وګورئ يا ولولئ.

که غواړئ چي د حوا د لور په هکله د ختيځ او لوېديځ منفي او غير عادل انځور/ دريځ ته تغير ورکړئ، کوم چي د مېرمنو پر بدن ګرځي راګرځي، نو له خپل ځان او له خپل کور څخه پېل په وکړئ.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د اګست ۱۳مه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/yfors

___________
 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page