source of image: https://t1p.de/hchv5
source of image: https://t1p.de/hchv5

که په دقيقه توګه درته ووايم نو ته زما د تر نيکه غور نيکه يې

«ګرانه نيکه بابا جانه،

سلام عليکم

زما نوم بختوره ده او زه په راتلونکي کي ستاسو په نسل کي زېږېدونکې يم. که په دقيقه توګه درته ووايم نو ته زما د تر نيکه غور نيکه يې. دا چي ستاسو له پېر څخه په وروسته کالونو کي په ساينس کي زښت زيات نوي پرمختګونه وسول، نو ماته دا ممکنه سوه چي زه له خپل حال څخه و ماضي ته او په دې توګه ستاسو حال ته دغه پيغام ولېږم. ستاسو په پېر کي دا يوه خيالي خبره تصور کېدله چي څوک دي و ماضي ته سفر وکولای سي. په هغه عصر کي چي زه ژوند کوم، لا تر اوسه دا نه ده ممکنه سوې چي انسانان و ماضي ته سفر وکړي البته موږ په دې توانېدلي يو چي و تيرو زمانو او وختونو ته معلومات ولېږدوو. د دې لپاره چي ستاسو په روان او د زمان په بهير کي او په دې توګه زما په ژوند کي ډېر ناوړه او غيرمطلوب تغيرات رامنځته نسي، نو له بده مرغه نسم کولای چي ستاسو سره ستاسو د مستقبل په هکله ډېر معلومات شريک کړم. بعضي معلومات ځکه هم درسره په ښکاره توګه نسم شريک کولای، ځکه چي ستاسو په عصر کي ښايي د کلتوري، اخلاقي او نورو ارزښتونو سره په ټکر کي او ستاسو لپاره د نه درک وړ وي. خو درسره خپلي څو هيلي او مشورې شريک کوم. هيله لرم چي که تاسو د خپل پاته ژوند په اوږدو کي زما دغه هيلي او سپارښتنې عملي کړئ، نو نه يوازي ستاسو کورنۍ او راتلونکي نسلونه بلکه ټول انسانيت ته به يې ګټه ورسيږي.

اوس چي زه په کوم حالت، وضعيت، وخت او عصر کي ژوند کوم، په دغه عصر کي انسانانو ته ثابته سوېده چي په ماضي کي، يعني ستاسو او ستاسو څخه د مخکي ژوند کوونکو انسانانو په عصر کي و طبيعت، د طبيعت و توازن، انسانيت، مينې، عاطفې، قناعت او د هر ژوند و اړين کرامت ته په عمل کي هومره ارزښت او باور نه ورکول کيدی لکه چي بايد ورکړل سوی وای. ستاسو څخه مخکي، ستاسو او ستاسو څخه وروسته ژوند کوونکو څو نسلونو له خوا و يادو ارزښتونو ته د نه کافي احترام له کبله پر راتلونکو نسلونو هغه حال راتلونکی دی، چي دغه وسيله چي زما خبري تر تاسو پوري ستاسو په ژبه رسوي، د رسولو جوګه نه ده. که حتی نور ټول انسانان هغه ستاسو د عصر په اصطلاح په مادي څيزونو پسي منډي ووهي او د ډېر لا ډېر حرص غلامان سي او په بدل کي يې د طبيعت، د طبيعت توازن، مينې، عاطفې، قناعت، انسانيت او د ژوند کرامت په شان ارزښتونه هير کړي، نو ته راسره ژمنه وکړه چي ته به د دغه پيغام له لوستلو وروسته يادو ارزښتونو ته په عمل کي لومړيتوب ورکوې. راسره ژمنه وکړه چي ټول انسانان به يو جسم بولې او يوه روح به يې تصور او تسليم کوې او همدغه به د خپل عمل او فعل تګلاره ټاکې.

له مستقبل څخه ستا لمسۍ

بختوره»

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د اګست ۱۸مه نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/vpakx
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page