source of image: https://t1p.de/2heib
source of image: https://t1p.de/2heib

موږ له شمسي نظام څخه دباندي هم د ستورو په نظامونو کي د ژوند کولو وړ کورې موجودي دي

د کېپلر ۱۸۶ اېف کره/کوره په ۲۰۱۴ عيسوي کال وموندل سوه. ساينسپوهان د دغې کرې موندنه د هغه تيورۍ د ثابتېدلو پر لور يو مهم ګام بولي چي له مخي يې زموږ له شمسي نظام څخه دباندي هم د ستورو په نظامونو کي د ژوند کولو وړ کرې موجودي دي. که څه چي د دغې کرې د اتماسفېر او نورو مهمو اړخونو په هکله دقيق معلومات نسته، خو ساينسپوهان اټکل کوي چي ښايي پر دغه کوره ژوند کول او اوسېدل ممکن وي. دغه کره د مځکي کورې ته ډېره ورته ده او پر خپل مرکزي ستوري په داسي فاصله کي ګردش کوي، لکه زموږ مځکه چي يې پر لمر کوي. البته د دغې کورې حجم زموږ له مځکي څخه لس فيصده زيات دی.

ليري والی يې ډېر دی
د کېپلر ۱۸۶ اېف کره چي ورته په غير ساينسي حلقو کي بعضي وخت د «دويمي مځکي» خطاب هم کيږي، له مځکي څخه ۵۵۷،۷ نوري کاله ليري ده. له دې کبله و انسانانو ته دا دمګړی ناممکنه ده چي دغې کرې ته ولاړ سي.

که حتی فکر وکړو چي يو وخت انسانان داسي وسيله جوړه کړي چي د نور په رفتار حرکت وکولای سي او پکښي د انسانانو سفر ممکن سي، نو به لا هم له مځکي څخه تر کېپلر ۱۸۶ اېف پوري يوه لاره سفر تقريبا ۵۰۰ کاله وخت ونيسي. د دغې کرې د ۵۵۷،۷ نوري کالونو د ليري والي د درک کولو لپاره مهمه ده چي څوک د نوري کال په فاصله ځان پوه کړي.

يو نوري کال

د نور وړانګه په يو ساعت کي تر يو مليارد کلومتر څخه زیاته فاصله شاته پرېږدي. په دقيقه توګه نور په شپيتو دقيقو کي ۱۰۷۹۲۵۲۸۲۰ کلومتره فاصله سفر کوي.
زموږ د شمسي نظام ستوری يعني زموږ لمر له مځکي څخه ۱۴۷ مليون کلومتره ليري دی. د نور يا رڼا وړانګه له لمر څخه تر مځکي پوري د رارسېدو لپاره ۸،۳ دقيقې وخت غواړي. تر نور يا رڼا بل هيڅ تيز سرأت لرونکی څيز په کايناتو کي نسته. د نور تر رفتار تېز رفتار د اوسني ساينسي علم پر اساس ممکن نه دی. هغه فاصله چي د نور وړانګه يې په ۳۶۵ ورځو کي شاته پرېږدي، هغه ته يو نوري کال ويل کيږي. يو نوري کال د تقريبا ۹،۵ بليونو کلومترو معادل دی.

لنډه دا چي کېپلر ۱۸۶ اېف کره د انسانانو له لاسرسي څخه لا ډېره ليري ده. دا په دې معنی چي انسانان او د مځکي پر کره ژوند کوونکي نور مخلوقات د ژوند کولو او اوسېدلو لپاره بديله کوره او ځای نلري. بهتره به وي که انسانان په زهرجنو ګازونو، اټومي او غير اټومي بمونو، جنګونو او خپل هيڅ نه مړېدونکي حرص د مځکي د خرابولو او چټلولو پر ځای په انسانيت، مينه، پوهه او درک د مځکي زخمونه ملهم کړي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د اګست ۱۷ مه نېټه


___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/dl7qd
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page