د چا له خولې چي يو ځلي درواغ راووځي...

 کله چي ګل آغا شېرزی د ننګرهار والي ؤ، نو په يوه وينا کي يې وويل: (تقريبي نقل قول)
«... چارواکي راته ويل، له وسلو ډک موټر مو نيولي، د مخدره توکو د قاچاق مخه مو نيولې... آخر چي خبر سوم: خره درواغ!»
کله چي څوک له يو کس/ډلې/مرجع څخه يو ځل درواغ واوروي، نو بيا يې تر ابده د هغه پر رشتيا خبره هم باور نه راځي. بيا څوک هميشه پر حق فکر کوي چي هر څه چي د دغه کس/ډلې/مرجع له خولې راوځي نو په لوی احتمال به وي: «خره درواغ!»

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د اګست ۲۸ نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/m7erw
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page