source of image: https://blog.ted.com/wp-content/uploads/sites/2/2020/12/Better-Human-Apple-promo-image-v2-_-4320-x-1080.png
source of image: https://blog.ted.com/wp-content/uploads/sites/2/2020/12/Better-Human-Apple-promo-image-v2-_-4320-x-1080.png

وښتنه دا ده چي موږ د خپلو امکاناتو په چوکاټ کي څه شی وېشلي دي

 څوک بهتر دی؟
په قوم، شجره، جغرافيه، ژبه، د پوستکي په رنګ او يا جنسيت څوک نه نامي کيږي نه مقدم کيږي. همدا رنګه په جائيداد، موټر، زېور، جامو او آن صرف په تعليمي/تحصيلي/اکاډميکو بريليکونو او يا صرف د ځان لپاره په بې ساري زيار ايستلو هم هيڅکله څوک بهتر انسان او په زړه کي ډاډه/مطمئن کيدلای نسي. موږ تاسو له ځان څخه نبايد دا پوښتنه وکړو چي موږ ته څه رارسېدلي يا راکول سوي دي، بلکه اصلي پوښتنه دا ده چي موږ د خپلو امکاناتو په چوکاټ کي څه شی وېشلي دي او د ټولنې او نړۍ د بهتره کولو په لاره کي مو کوم عملي کار کړی دی. بهتر انسان هغه څوک دی چي د ورسره موجودو امکاناتو په چوکاټ کي، که هغه لږ وي که زيات، د ځان علاوه د نورو انسانانو په هکله هم فکر وکړي او هم يې په عمل کي ټولنې او نړۍ ته ګټه ورسيږي. همدغه کسان پر ژوند تر نورو بهتر خوند اخيستلای سي او په غبرګه معنی فلاح موندونکي دي.
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د اګست ۳۰مه نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page