source of image: https://commons.wikimedia.org/wiki/File:Cock_Fight_in_India.jpg
source of image: https://commons.wikimedia.org/wiki/File:Cock_Fight_in_India.jpg

ښايي ګومان وکړي چي دا خلک به خپل تر منځ څومره سره شير و شکر (سره خواږه) وي

له يوه اړخه


کله چي د نړۍ په يو ليري کونج کي لا هم کوم افغان ته چا بده خبره کړې وي، يا ورسره د بل چا کومه لانجه پېښه سوې وي، نو ټول افغانان ورسره خپل ملاتړ ښيي او هغه بل اړخ ملامت بولي او رد و بد ورته وايي. حتی که يو افغان د بل کوم کړېدلي ولس په هکله ږغ پورته کړي يا ورسره همدردي وښيي، نو زښت زيات نور افغانان يې لکه لړمان پر ژبه ومښلي چي «افغانان دي هېر دي او د نورو سره غمشريکي کوې، شرمېږې نه؟!» که له بهر څخه يو څوک دې پديدې ته وګوري نو ښايي ګومان وکړي چي دا خلک به خپل تر منځ څومره سره شير و شکر (سره خواږه) وي.


خو له بل اړخه


بيا دا ولس خپل تر منځ هيڅ سره خوږ نه دی. کور په کور بدنيتی او ير چيز او ناچيز موضوع اختلافات موجود دي. دغه ولس خپل تر منځ په اذهانو کي په لر او بر، په شمال او جنوب، په سيمو، په ژبو، په خيلونو او قومونو، په کلو او آن د کوڅې د سر او کوڅې د پای په څانګو سره وېشلی او خپلمنځي لږ او ډېر حساسيتونه لري. اول يا دويم نيکه به يې آن مشترک وي، خو هيڅ غير عادي خبره نه ده که پکښي واورئ «پرېږده مړه، هغه د سيند د هغه بلې غاړي دی ما مه ورسره پرتله کوه.» له بيرون څخه راغلو چي پر دغه ولس کوم ظلمونه کړي دي، ښايي د هغه يو کسر (وړه برخه) لا هم نه وي، لکه دوی چي خپل تر منځ يو پر بل کړي يا يې په خپله فېنټسي/تخيل کي يو پر بل د کولو ارمانونه لري.

الله دي ورته هدايت وکړي!

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د نوامبر لومړۍ نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/okew7
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page