اريستوفان د ايروس په ستاينه کي د پيدايښت يوناني اسطوره بيان کړه. 

د «Symposium (پښتو: مېلمستيا)» په نوم د افلاطون په فلسفي متن کي راغلي چي څو عالمانو په يوه مېلمستيا کي خپلي ويناوي واورولې. د عيسوي ميلاد څخه د ۳۷۰ او ۳۸۵ تر منځ مخکي ليکل سوي دغه متن کي راغلي دي چي د سيمپوزيم په ګډونوالو کي فلسفر سقراط، چارواکی او سياستوال الکيبيادس او د قديمي يوناني کوميدي ډرامو ليکوال (Aristophanes) اريستوفان شامل ول. د متن په حواله عالمانو د وينا په دغه دوستانه سيالي او ډيالوګ کي د ميني او تلوسې د يوناني رب النوع «اېروس» په ستاينه کي خپل نظرونه شريک کړل.

ډرامه نګار/کوميدي ليکونکي اريستوفان د ايروس په ستاينه کي د پيدايښت يوناني اسطوره بيان کړه. د دغې اسطورې له مخي پخوا يو داسي مخلوق موجود ؤ چي و يو غونډاري ته ورته شکل يې لاره. دغه مخلوق يو داسي سر لاره چي شا په شا يې دوه مخونه او بدن يې يوې خوا ته دوه لاسونه دوې پښې او بلې خوا ته دوه لاسونه او دوې پښې لرلې. د غونډاري په څېر دغه مخلوق داسي ؤ لکه دوه بدنونه/جسمونه چي شا په شا سره وصل وي. د دغه مخلوق درې اقسام ول چي يو قسم يې د مځکي اولاد ؤ چي دواړې خواوي به يې زنانه وې. دويم قسم يې د لمر اولاد ؤ چي دواړي خواوي يې نارينه وې. په دريم قسم کي يې يوه خوا زنانه او بله خوا نرينه وه چي دغه قسم د سپوږمۍ اولاد ؤ.

د اسطورې له مخي دغه مخلوق ډېر چټک حرکت کولای سوای ځکه چي د لاسونو يا پښو پر سر يې ځغلتسلای او يا د غونډاري په څېر ځان ګېلولای سوای. خو کله چي دغه مخلوق هڅې پېل کړې چي د يونان تر ټولو هسک غره «اوليمپ» ته وخيژي چيري چي ټول دوولس رب النوع اوسېدل، نو تر ټولو قوي رب النوع «زيوس» ورته ډېر په غوسه سو. زيوس د سزا په توګه د دغه مخلوق هر غړی پر دوو برخو داسي سره پرې کړ چي دوه بدنونه ورڅخه جوړ او يو د بل سره جلا او په دې توګه نيمګړي پاته سي. دغه نيمګړي برخي چي موږ ورته انسانان وايو او يو نرينه او بل ښځينه جنسيت لري، له هغه راهيسي د خپلي هغه بلي نيمايي برخي په تلاښ او تلوسه دي. په انسانانو کي د نيمګړتيا احساس او هغه احساس لکه يو شی چي يې ورک وي، له همدغه درکه دی. خو کله چي يو انسان د زښت زيات شمېر نورو انسانانو تر منځ هغه څوک پيدا کړي چي ورته خپله ورکه برخه معلومه سي، نو يې اېروس د ميني په غشي وولي او ورسره مينه يې پيدا سي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر ۱۶ نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/tuhh3
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page