چارواکي څنګه ستاسو تليفوني او انټرنټي تماسونه تعقيبولای شي؟

چارواکي څنګه ستاسو تليفوني او انټرنټي تماسونه تعقيبولای شي؟
تاسو چي د موبايل لپاره کوم سيم کارډ کاروئ، د دغه سيم کارډ شرکت کولای شي چي ستاسو د سيم کارډ غبرګولی/ډپليکېټ يا کاپي کارډ په فيزيکي توګه او يا هم ډيجيټل/مجازي/ويرچووېل توګه جوړ کړي (sim card cloning). کوم څوک چي ستاسو دغه غبرګولی کارډ ولري، نو هغه ستاسو د وتساپ، تليګرام او ورته ميسنجرونو تر څنګ نورو ټولو تماسونه ته لاسرسی لري او ستاسو د هر پيغام او مجلس څخه په لايف يا ژوندۍ توګه خبريږي.
که تاسو په پاکستان، افغانستان يا ورته بل کوم هيواد کي ژوند کوئ نو بايد په دې پوه اوسئ چي چارواکي او په همدې توګه غيرمسؤل کسان ستاسو هره تليفوني مکالمه، هر وتساپ پيغام او نور ټول تماسونه په ژوندۍ بڼه اورېدلای، کتلای او کاپي کولای شي. ستاسو فيسبوک پاڼه او ورته سوشل ميډيا حسابونه همداسي خلاص کتابونه او ستاسو تر څنګ د چارواکو د لاسرسي وړ ځايونه دي.
که تاسو يو وخت د موبايل يو نمبر لرلی وي خو وروسته يې بدل کړئ او ستاسو زوړ نمبر بل چا ته ورکول شي، نو که تاسو اړين اقدامات نه وي کړي نو د مثال په توګه نوی مالک ستاسو په زوړ نمبر وتساپ پرانستلای شي.
يوه ممکنه حللاره په وتساپ او نورو مسنجرونو کي د Two-factor authentication فعالول دي.
هغه کسان چي له افغانستان څخه دباندي وتلي دي خو لا تر اوسه خپل پخوانۍ تليفوني شمېرې د وتساپ او نورو مسنجرونو لپاره کاروي، هغوی بايد په دې پوه واوسي چي د هغوی تماسونه لا تر اوسه هم د تعقيب وړ کيدلای شي.
د پورتني او ورته ګواښونو په وړاندي څه کولای شو؟
د دغي پوښتني جواب په يوه جمله يا مقاله کي ناشونی دی. د دغې موضوع په هکله ځان خبرول او پکښي تحقيق کول او پر آنلاين يې په هکله لوست کول لومړی قدم او په خپل ورځني ژوند کي د زده کړو اقداماتو عملي کول يې دويم قدم کيدلای شي.
د مثال په توګه له ډيرو اقداماتو څخه يو اقدام د Two-factor authentication د فعاله کولو دی. په دې هکله تاسو نور معلومات پخپله په انټرنټ کي ولټوئ.

ماخذونه:
https://www.securemessagingapps.com/
https://videoconferencing.guide/\
https://www.youtube.com/watch?v=X07RKOk5hJU


___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/y8fsb
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page