ما د خدای مسکين، عاجز او کم سواده ته ډېر کشران او آن بعضي مشران د «استاد» يا نور درانه خطابونه کوي

ما د خدای مسکين، عاجز او کم سواده ته ډېر کشران او آن بعضي مشران د «استاد» يا نور درانه خطابونه کوي چي زه يې د نه راته ويلو په هيله کولو ستړی او يا له شرم او خجالته پر خاموش شم.

 

فاضل استاد مي پروفيسور نذر محمد سلطانزی راته د «قاموسونو پلار» وايي، او داسي نور...

 

خو دا چي د قاموسونو ټکی کام پاڼي د جوړولو په خاطر يو څوک راته «د الله ولي» خطاب وکړي، دا لومړی ځل دی. خدای دی وکړي چي ملايکي د دروند او قدرمن ورور Pashton Nasrat  پر خبره امين کړي.


يادي ټولې خبري پر دې دلالت کوي چي افغان ولس ته که څوک آن زما په شان د ورېښته په اندازه کار هم وکړي، نو دوی يې نه هېروي. خدای دي تاسو ټولو او ما ته وس عطا کړي چي دغه کړېدلي ولس ته په حقيقي توګه خدمت او کار وکولای شو. کيدای شي چي هم د دوی په دعا مو دين او دنيا سمه شي او په هغو ښو انسانانو کي حساب شو، چي موږ په اصل کي نه يو.


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د نوامبر ۲۴مه نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/ijhmt
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page