په دغه انځور کي په نړۍ کي د ويل کېدونکو ژبو جدول جوړ کړل شوی دی.

په دغه انځور کي په نړۍ کي د ويل کېدونکو ژبو جدول جوړ کړل شوی دی. پکښي ښودل شوې چي کومه ژبه څومره زيات ويونکي لري، په کومو هيوادونو کي ويل کيږي او په کوم شمېر انسانان يې د پردۍ ژبي په توګه زده کوي او داسي نور... خو په دغه ګرافيک کي د پښتو برخه نه ده راغلې، حال دا چي پښتانه ادعا لري چي شمېر يې تر ۶۰  مليونو ډېر زيات دی.
څوک چي خپل ځان پخپله په رسميت نه پېژني، درانی يې خلجی او خلجی يې درانی نه مني، کندهار پېښور او پېښور کابل نه مني، په يوه پښه او خيل کي دننه هر يو خيل ځان ته رسميت ورکوي خو نور ټول په رسميت نه پېژني، په يوه نظريه او يو ګوند او غورځنګ کي لس سره سل لارې وي، نو خود به يې له دباندي هم څوک په رسميت نه پېژني او نه به يې په سيالانو کي حسابوي.

«دمګړی په نړۍ کي ۷۱۱۷ ژبي ويل کيږي چي ورڅخه تقريبا ۴۰ فيصده يې هغه ژبي دي چي د ويونکو شمير يې تر ۱۰۰۰ کسانو کم دی [ايتنولوګ راپور ۲۰۲۱ عيسوي کال]. دا هغه ژبي دي چي د له منځه تلو د ګواښ سره مخامخ دي. له بل اړخه بيا له يادو تر ۷ زرو څخه زياتو ژونديو ژبو څخه صرف ۲۳ يې داسي دي چي د نړۍ تقريبا نيمه برخه انسانان ورباندي خبري کوي. په دغو ۲۳ ژبو کي تر ټولو زيات ويونکي لاندنۍ څلور ژبي لري: (په شمول د هغو کسانو چي د خپلي مورنۍ يا لومړۍ ژبي تر څنګ په دغو ژبو هم خبري کوي)
انګريزي (۱۱۳۲مليون) لومړی مقام، مندارين/چينايي (۱۱۱۶مليون) دويم مقام، هندي (۶۱۵ مليون) دريم مقام او هسپانوي (۵۳۴ مليون) پر څلورم مقام
که د نړۍ د تر ټولو زياتو ويونکو د شمير پر اساس د ژبو ليسټ جوړ کړو نو به پکښي له ګاونډيو ژبو څخه اردو (۲۳۰ مليون ويونکي) پر ۱۰ مقام، ختيځه او لوېديځه پنجابي (۱۱۲ مليون) پر ۱۳ مقام او فارسي (۷۴ مليون ويونکي) پر ۲۴ مقام وي. پښتو چي د ويونکو شمير يې تر ۶۰ مليونو څخه زیات اټکل کولای سو، په دې ترتيب تقريبا پر ۳۰مقام راځي. که يې حتی هغه تر ټولو محتاط او غير منطقي کم شمير يعني ۴۰ مليونه ويونکي اټکل کړو نو بيا هم پښتو د نړۍ په لومړي ۵۰ سترو ژبو کي راځي.
د يوې ژبي د بقا لپاره يو له مهمو شرطونو څخه په ورځني ژوند کي د دغي ژبي استعمال او ليک او لوست دی او بل مهم شرط يې په سياست او دولتدارۍ کي ځان ته مقام لرل دي. د کارپوهانو په آند په زياته په اوسني وخت کي د يوې ژبي د بقا لپاره دا مهمه ده چي نر او ښځي يې ليک او لوست زده کړي او خپلو بچيانو ته يې وښيي، او په کور کي صرف په دغه ژبه خبري وکړي.»(د پروفيسر ډاکټر صاحب عبدالرؤف رفيقي پر «درياب په کوزه کي» اثر باندي د احمدولي اڅکزي له تقريظ څخه)

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د نوامبر ۲۵ نېټه

د انځور منبع: South China Morning Post - Alberto Lucas López

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/3epsg
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page