پرون چې دې کله د دغې انجلۍ سره خبرې کولې، نو په سترګو کې دې يو رکم ځلا معلومېدله.

 مېرمنه: يوه خبره درته وکړم؟
سړی: دوې راته وکړه.
مېرمنه: نه جدي خبره ده، زه وايم چې راڅخه خوابدی نسې.
سړی: اوس مې نو وارخطا کوه مه ښځې. وايه څه خبره دې پر زړه ده؟
مېرمنه: پرون يې ډېر بد خوند راکاوه، کله چې دې د هغې روسۍ انجلۍ سره پر تليفون خبرې کولې.
سړی: نو دا خو اول واری نه و چې زه د کومې ښځې سره خبرې کوم. په دې کې څه خبره ده؟
مېرمنه: خو پرون چې دې کله د دغې انجلۍ سره خبرې کولې، نو په سترګو کې دې يو رکم ځلا معلومېدله.
سړی: لا حول ولا قوة إلا بالله،  د خدای څخه وبېرېږه ښځې. ما کله ستا په مخکې يا په پشلا د کومې نامحرمې ښځې صفت کړی، يا مې ورته په سترګو کې «ځلا راښکاره» شوې ده. بل خو ما نه د هغې مخ ليدلی، نه مې ورته کتلي دي، بلکه ستا په مخکې مې ورسره خبرې وکړې او سوالونو ته مې يې جواب ووايه.
مېرمنه: هو، دا خو رشتيا وايي. خو پرون دې د هغې پر خبرو يو ډول خوند اخيستی.
سړی: استغفرالله، دا نن بيخي ناولدې کوې. دا که انجلۍ نه بلکه کوم نارينه، سپينږری او يا سپينسرې هم وای، نو به يې خبرو همداسي خوند راکړی وای.
مېرمنه: هغه نو ولې؟
سړی: تا يې خبرې نه واورېدلې؟ د تليفون ږغ خو پورته و. تا واورېدل چې څنګه ښايسته پښتو يې زده کړې وه؟ ماته يې پښتو خوند راکاوه، پښتو يې!
مېرمنه: ښه نو تاته يې دا ماتې ماتې پښتو خوند درکاوه؟
سړی: هو، ماته يې همدا ماتې ماتې پښتو خوند راکاوه. دا خپل په شاوخوا کې نه وينې چې دا اکثره ځان ته پښتانه وايي، پښتو يې زده هم وي، خو خبرې نه په کوي. دغې پردۍ انجلۍ کوښښ کاوه چې پښتو زده کړي او بيا يې خبرې هم په کولې. نو ولې به خوند رانکړي.
مېرمنه: دا چې زه درسره پښتو وايم، د هغه شکر خو نو ولا که په ژوند ادا کړې.
سړی: که لږ لږ روسي ورسره ګډه کړې، نو به لا ډېر شکرونه ادا کړم.
مېرمنه: لا حول ولا قوة إلا بالله

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د مارچ ۳۱ نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/lsa8o
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page