پر انټرنټ مې زموږ په سيمه کې د يو ليکچر ويډيو وليدله.

پر انټرنټ مې زموږ په سيمه کې د يو ليکچر ويډيو وليدله. د استاد له ليکچر څخه معلومېدله چې اول واري يې پر دغه موضوع ليکچر نه ورکاوه، بلکه ښايي په کالونو کالونو يې پر همدغه موضوع همداسي ليکچر ورکړی وي. که زه هلته د محصل په توګه ناست وای، نو به مې په ډېر لږ څه سر خلاص شوی وای، دا ځکه چې
ـ داسي معلومېدله چې د دغه ليکچر هدف د دقيق ښوونيز ميتود په رڼا کې نه و ټاکل شوی.
ـ استاد په خپله په موضوع کې وارد او ډاډه نه معلومېدی.
ـ تمرکز يې پر موضوع نه و، بلکه غير ضروري حاشيو ته به تلی.
ـ پريزنټېشن يې په اصل کې پريزنټېشن نه، بلکه په کوچني سايز او حروفو ټايپ شوی د ليکچرنوټ متن و. نه پکښي ګرافيکونه، نه انځورونه، نه نور ملټي مېډيا عنصرونه او ان پکښي په کافي اندازه سرلينکونه او فرعي سرليکونه موجود نه ول.
ـ پر پرده معلومېدونکي متن د استاد د توضيحاتو سره تطابق نه درلود. يعني د توضيحاتو او پر پرده معلومېدونکي متن تر منځ مشترک تسلسل او ربط نه و موجود.
ـ استاد د موضوع د تشريح کولو لپاره مثالونه په تصادفي او يو شانته غېر ارادي توګه انتخابول او بشپړه کول يې نه. په پريزنټېشن کې يې مثالونه نه يوازي دا چې لوی او ښکاره نه ول راوړي، بلکه له سره پکښي موجود نه ول.
ـ د محصلينو سره رغنده او په کافي اندازه متقابل سوال جواب يا انټرايکشن نه و موجود.
ـ د ليکچر او پر موضوع د توضيحاتو ورکولو طرز يې داسي نه و چې محصل جلب کړي او پر دغه موضوع د لا نور څه پوښتلو او لوستلو لپاره يې وهڅوي او شوق ور پيدا کړي.
ـ خطرناکه خبره پکښي دا هم وه، چې د موضوع په تړاو د استاد بعضي ادعاوې غېر علمي او ناسمې وې. داسي ادعاوې چې پخپله د (نيمګړې) مطالعې پر وخت سم نه دی په پوه شوی او يا مغالطه رامنځته شوې ده.
... په مجموع کې داسي معلومېدل چې استاد ښايي د محصل په توګه يو وخت دغه موضوع زده کړې وي. خو بيا د استاد په توګه يې دغه موضوع داسي نه ده تعقيب کړې چې ځان په اصطلاح اپډېټ کړي او حد اقل هغه چې زده يې دي، ورته منطقي جوړښت او تسلسل ورکړي.
زه ادعا نه لرم چې زه يې بهتر کولای شم، خو د يو داسي شاګرد په توګه چې ډېر لايق نه دی، دا بعضو فاضلو استادانو ته په عاجزانه توګه دا مشوره ورکولای شم چې: لطفا ليکچرونو او درسونو ته مو په کافي اندازه او ښه چمتو مو والی نيسئ. د محصلينو وخت مه ور ضايع کوئ. درسونه مو داسي چمتو کوئ چې آن زما په شان کمزوره شاګردان او محصلين لا هم په پوه شي او پر موضوع او مضمون يې شوق راشي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د اپريل لومړۍ نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://bit.ly/3K4VJqZ
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page