عبدالباري جهاني او احمدولي اڅکزی

زما خو نه عمر، نه مې پوهه او نه مې تجربه د دې ده چې تاسو ته مشوره درکړم

 قدرمن او محترم عبدالباري جهاني صاحب زيات کالونه تر مخه د آلمان فرانکفورت ښار ته راغلی و او هلته د ښاغلي محترم شريندل خان کره مېلمه و. ماته يې ملګرو زنګ وواهه چې جهاني صاحب راغلی دی او دا چې زما سره هم ليدل غواړي. د جهاني صاحب پر شعرونو د مين يو کس په توګه زما لپاره دا يو ډېر لوی زېری او هغه د اردو ژبو په اصطلاح د اعزاز ځای و. همدا و چې ژر مې له خپل ښار زولنګين څخه تر فرانکفورت پورې د تقريبا ۲۵۰ کلومترو سفر بشپړ کړ.

کله چې فرانکفورت ته ورسېدم، نو مې وليدل چې جهاني صاحب د شيريندل خان په کور کې يوازي نه و، بلکه ورسره يو شمېر نور مشران او اشخاص هم ملګري ول چې د اروپا له بيلو برخو څخه راغلي ول. د مثال په توګه زما ګران او فاضل استاد پروفيسور نظر محمد ځدران صاحب هم هلته و.

له مجلس او ډوډۍ وروسته په فرانکفورت کې د ماين سيند غاړې ته ووتلو او هلته جهاني صاحب او زه يو وخت له نورو څخه بېل شوو. جهاني صاحب راته وويل چې کله افغانستان ته تللی و نو زيات شمېر ځوانانو ورڅخه هيله وکړه او پر دې يې زیات ټينګار کاوه چې ځان دې ولسمشرۍ ته کانديد کړي. هغه په دې هکله زما نظر وپوښت.

ما ورته وويل:«جهاني صاحبه، زما خو نه عمر، نه مې پوهه او نه مې تجربه د دې ده چې تاسو ته مشوره درکړم. البته دا چې تاسو اوس راڅخه پوښتنه وکړه، نو پر ځان واجب ګڼم چې درسره خپل هغه نظر شریک کړم چې رشتيا زما د فکر څرګندويي کوي. خو له هغه مخکې درڅخه څو پوښتنې کوم: ايا د امريکا د متحده ايالاتو د کومې استخباراتي يا حکومتي ادارې سره همکاري لرئ؟ ايا د جمهوري غوښتونکي يا دموکرات ګوند غړيتوب لرئ؟ ايا د کوم سناتور يا سناتورې سره اړيکې يا يې ملاتړ تر شا لرئ؟ ايا په افغانستان کې د کوم توپکي، قومندان يا بل کوم «مشر» ملاتړ او يا حد اقل اړين مقدار پيسې لرئ؟ ايا د حکومت له وسله والو مخالفينو څخه د يو چا سره په اړيکه کې يې؟» د جهاني صاحب جواب د ټولو سوالونو لپاره «نه» و. ما ورته وويل: «تاسو يوازې پر ما نه بلکه پر ټولو پښتنو ډېر ګران ياست. تاسو په خپلو شعرونو سره موږ ته هغه څه راکړي دي چې تر اندازې زیات دي. خو و سياست ته ورداخلېدل او په زیاته په اوسني وخت او شرايطو کې به ښه فيصله نه وي او که زما خوښه شي نو زه وايم چې تاسو نبايد چې دا کار وکړئ.»

جهاني صاحب راته وويل چې دی هم دې کار ته زيات لېوال نه دی خو دا چې خلک په پسې دي او ورڅخه په ټينګار هيلې کوي چې دی دې تر مخه شي او خلک به په پسې وي، نو ځکه پر دې غور کوي. جهاني صاحب ويل ورته بعضو تجارانو وعده هم ورکړې ده چې لګښتونه به هم ورته برابر کړي.

ما ورته وويل: «جهاني صاحبه، دغه کوم خلک چې اوس تاسو ته پر ګوتو کشمير جوړوي، درته سينې ټکوي او تاسو ته وايي درمخته شه، موږ درسره ملګري يو، هغوی به ښايي هر يو خپلې اجنداوې لري. خو هغوی په اصل کې تاسو د مرګ خولې ته دروي. کله چې بيا تاسو په آر وخت کې شا ته وګورئ نو له دغو کسانو څخه به يو هم هلته نه وي. تر مخه چې کله تاسو افغانستان ته تللاست، هغه جلا خبره وه. خو که مو اوس آن صرف دا اراده څرګنده کړه او خبره رسنيزه شوه چې ځان کانديدوئ، نو ستاسو ژوند ته ډېر لوی خطر دی ځکه هلته اوس دوست او دښمن نه سره معلوميږي. که سياست ته راشئ او له هغه وروسته بيا افغانستان ته ولاړ شئ نو به بيا مجبور ياست چې توپک والا درپسې وي او ستاسو ساتنه وکړي، چې ښايي بيا هم ستاسو امنيت ونه ساتلای شي. خدای ناخواسته ستاسو د مرګ ورځ به زما او نورو ډيرو خلکو لپاره د ژوند تر ټولو غمجنه ورځ وي. بله خبره دا ده چې سياست يو ډېر تجربه سوی او بدنام کار دی، خدای ناخواسته ستاسو پر اوسني نيک شهرت باندي منفي اثر وانچوي.»

د جهاني صاحب سره ملګري يو بل کس وروسته زه يو اړخ ته کړم او يو شانته په احتجاج يې راته وويل چې ولې ورته داسي مشوره ورکوم؟ د هغه په وينا جهاني صاحب فيصله کړېده او دا چې نبايد چې زه يې پر پښېمانه کړم. ما هغه کس ته په عاجزانه توګه وويل چې جهاني صاحب راڅخه زما نظر وپوښت او ما ورته ووايه، او بس.

د سيند پر غاړه د لږ موده پاته کېدو وروسته په فرانکفورت کې د يو افغان باغ ته ولاړو او هلته مو تر ډېر ناوخته د جهاني صاحب او د هغه د نورو ملګرو سره مجلس وکړ. خو په مجلس کې د کانديداتورۍ پر موضوع بيا خبرې ونشوې.

د جهاني صاحب سره د ماين سيند پر غاړه زما ياده تقريبي مکالمه هغه په خپل کتاب «زما ژوند، ليکوالي او شاعري» کې په ۲۶۶ پاڼه کې ذکر کړېده.

له هغه وروسته جهاني صاحب د اطلاعات و فرهنګ وزير او بيا بېرته ورڅخه مستعفی او امريکا ته ستون شو. خو د فرانکفورت له لېدنې وروسته زه په دې کې پاته راغلم چې بيا يې احوال واخلم. فکر کوم ۲۰۲۰ کال به و چې يوه ورځ جهاني صاحب پر تليفون راته زنګ وواهه او په خپل مهربانه طرز او شفقت يې زما احوال واخيست. زه ورته ډېر خړ ځکه وم، ولې چې ورباندې پوښتنه مې نه وه کړې. هغه راته وويل: «زه هميشه خلکو ته وايم چې ولي جان راته ويلي ول چې خلک به دې بام ته وخېژوي او زينه به درڅخه را ايسته کړي، او په رشتيا هم هغسي راسره وشول. درته زنګ وهم چې ووايم زما نه يې هېر شوی.» کله چې مو پر تليفون د خدای په اماني سره وکړه، نو ماته ارمان ودرېدی او د ځان سره مې وويل: «کاشکي يو سپېڅلی سپينږری د خپلو سپېڅلو ارادو او ارمانونو په پوره او عملي کولو کې بریالی شوی وای، او نه دا چې د يو کشر هلک وړاندوينه رشتيا شوه. خو داسي سرچپه کارونه ښايي صرف په افغانانو او افغانستان کې ممکن وي.»

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د جون ۱۳ نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

https://t.ly/Z_ynhttps://t.ly/Z_yn
https://t.ly/Z_yn
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page