دغو کورو ته د «ډايمنډ پلېنټس» يا الماسي کورو خطاب کيږي.

 د فلکيانو په علم کې داسي تيورۍ شته چې ګواکې داسي کورې/کُرې (planets) به موجودې وي چې زياته برخه يې د الماس په شان له کاربون څخه جوړه وي. دغو کورو ته د «ډايمنډ پلېنټس» يا الماسي کورو خطاب کيږي. البته داسي کورې (کُرې) تر اوسه صرف په تيورۍ کې موجودې دي. خو د فلکياتو او فيزيکپوهانو په آند په کايناتو کې د دا ډول کورو شتون زيات احتمال لري.
د ياد ډول کورو په هکله پر انټرنټ زيات شمېر سم او ناسم معلومات، مجازي او تخيلي انځورونه او ويډيوګانې هم موندل کېدلای شي. دا چې الماس يوه قيمتي ډبره ده او انسانان ورته زيات ارزښت ورکوي، نو په دې اړه هم زياتې پوښتنې او خبرې کيږي چې د داسي يوې کورې قيمت به څو وي چې ټوله او يا يې زياتره برخه له آلماس څخه جوړه وي. په دې تړاو بعضي محاسبې هم شته چې د مځکې د اسعارو په حساب به يې قيمت څومره وي.

خو د دې لپاره د ساينس، فيزيک يا فلکياتو د کارپوه اوسېدو يا کېدو ضرورت نشته چې څوک دا درک کړي چې د انسانانو لپاره تر ټولو ارزښتناکه کوره کومه ده. د هغوی لپاره تر ټولو قيمتي کوره هغه کوره ده چې دوی او ورسره د الله تعالی نور مخلوقات ژوند کوي. د مځکې د کورې د يو غوړپ اوبو او د يو سږي ساه اخيستنه تر هر ډول يوې داسي کورې زيات ارزښت لري چې اول خو نامعلومې دې او بيا که معلومې هم شي، نو ورته لاسرسی ناممکن دی. آن که ورته لاسرسی ممکن او آسان هم وای، نو د مځکې پر کوره د ژوند لپاره يې اضافي ارزښت نه رامنځته کاوه. د مځکې پر کوره په کافي مقدار او اندازه وسايل شته چې پر دغه کوره د ژوند کوونکو ټولو ژوندي مخلوقاتو لپاره کفايت وکړي. البته دا په هغه صورت که انسان په هر اړخيزه توګه د وسايلو په استعمال او وېش کې له عدالت او تعادل څخه کار واخلي.

دا چې الماس، غمي او نورې خزانې د انسانانو سره مرسته نه کوي، مثالونه يې په افريقا او د نړۍ په نورو سيمو کې ليدلای شو. بله بېلګه يې په عربي هيوادونو کې د نفتو خزانې دي چې له قرن څخه زيات وخت بېله حسابه او تعادل څخه را ايستل او په ټوله نړۍ کې استعماليږي. حال دا چې دغه افراط په بشپړه کوره کې د ژوند لپاره شرايط د ګواښ سره مخامخ کړي دي ولې چې فضا، سمندرونه او وچه يې له کثافاتو ډکه کړېده.

دا چې الماس او تر مځکې لاندې خزانې د انسانانو ټولې ستونزې نه حل کوي، يو بل مثال يې افغانستان دی. د دغه هيواد تر مځکې لاندې هغه قيمتي خاورې پرتې دي چې د انسانانو د پيدايښت راهيسي د تر ټولو مهم راتلونکي انقلاب لپاره چې ديجيتلي او ارتباطي انقلاب دی، حتمي او اړيني دي. دغه خزانې دومره زياتې او د انسانانو لپاره دومره مهمې دي چې که وويل شي چې په راتلونکې کې به تر الماسو زياتې مهمې وي، نو به مبالغه نه وي. که څوک ووايي چې پخپله دغه هيواد او ورسره مل سويلي او جنوبي پښتونخوا دومره ارزښت لري لکه له الماسو چې جوړ وي، نو ښايي هم مبالغه نه وي. خو له بده مرغه پر دغه «الماسي خاوره» له سلونو کالو راهيسي خلک د خزانې پر سر ناست خو وږي او تږي دي.

څوک چې غواړي د کايناتو قيمتي الماس خپل کړي، نو له ټولو تر مخه به په ځان کې قناعت، عجز، شکستګي او حقارت پيدا کوي او د خپل ورور انسان سره به د عدل معامله کوي، ځان به ورڅخه بهتره نه ګڼي او تر خپل استحقاق څخه به د زياتې برخې غوښتونکی او په زور اخيستونکی نه جوړيږي، څوک به د قبيلې، سيمې، ژبې يا مذهب په نوم ځان د لا زیاتې برخې مستحق نه ګڼي. که دا کار عملي شي نو موږ به د خپل الماسي هيواد او خپلې الماسي مځکې د کورې په ارزښت هم پوه او هم په حقيقت کې ورڅخه مستفيد شو.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د جون ۱۴ نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t.ly/aSIShttps://t.ly/aSIS
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page