زما بابا زما لومړی ښونځی دی. هغه وايي تل يې خپل او د بل اولاد ته دعا کړې چې خير الناس من ينفع الناس دې وي. باوجود د هغه چې په ځواني يې لا غرب او شرق دواړه تسخير کړي دي، خپل اصلي کور ورته تل مهم اوسېدلی دی. په خپلو ښځينه او نرينه اولادونو يې په داسې وخت کې زدکړې وکړې چې دا نه عادي خبره او نه معمول و. موږ ته به يې تل ويل «نه مو ګټه غواړم نه مو مرسته، د زدکړو عالي نتايج راته راوړئ، او بس.» کور يې ودان چې موږ ته يې تل حلاله ډوډۍ راوړې او مدام يې پر دې ټينګار کړی دی چې موږ هم په دقيقه توګه د حلالو او حرامو پېژندګلوي او فرق وکړو.
تاسو له دې کبله هم ورته لطفا د ښه صحت، اوږد ژوند او دنيا و آخرت د برياليتوبونو دعا وکړئ ځکه چې يوازنی کس دی چې ما د قاموسونه ټکی کام او زما د نورو عام النفع پروژو لپاره ورڅخه مرستې منلي دي او د الله تعالی وروسته زما تر ټولو لوی کومک کوونکی دی. زموږ ستاسو ټولو نورو مېندو او پلرونو سره دي يې د دنيا او د آخرت بهترين نعمتونه په نصيب شي. آمين
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د جولای د مياشتې ۱۸ نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t.ly/63Kahttps://t.ly/63Ka
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page