له يو کال څخه زيات وخت کيږي چې د خپلو پروژو نژدې نور ټول کارونه مې تقريبا پرې ايښي دي او هره ورځ په ساعتونو ساعتونو پر دې کار کوم يا که بهتره ووايم سر په خوږوم چې د قاموسونه ټکی کام لپاره د نوي سکريپټ/کمپيوتري پروګرام هغه بڼه عملي کړم چې اته کاله تر مخه مې پېل کړې وه. د دغې طرحې له مخي به هر څوک وکولای شي چې د شته لغتونو اصلاح ته وړانديزونه وکړي او په همدې شان نوي لغتونه او نوې معناوې وړانديز کړای شي. دا د هغه باوجوده کول غواړم چې په دې پوره ډاډه يم چې په لسو کالو کې به ښايي څوک په اصولي توګه سل لغتونه هم وراضافه نکړي. غواړم حد اقل د خپل اړخ مسؤليت داسي پوره کړم چې نه ځان او نه مې رب ته بې جوابه يم.

خو له بده مرغه دا د پروګرامينګ نړۍ زما ستره دښمنه ده او کله يې يوې څانګې ته ور ټوپ کړم چې ګواندې لږ به مې سر په خلاص شي او کله بلې ته ور ودانګم. عموما کوم نوی بابنياده شی زده نکړم، بلکه له ګنګستوب څخه ستړی او تر سبا پر شا شم، خو ټوله شپه مې په خوب کې د ناکاره الګورتمونو لړۍ ځي او راځي.

هغه څه چې مې پسله زيات وخت راهيسي د يو کار کوونکي پروګرام په بڼه سره برابر کړل، په هکله يې يو پروګرامر راته تقريبي ويل «دا دې څه سره لړلي دي؟!» نو زه وايم کاشکې مې له اول سره پر پروګرامرانو د اتکا کولو پر ځای پخپله لږ لږ د پروګرامينګ خودآموزه زده کړه کولای، نو به داسي ستړی او د «لړلو» په حال کې نه وای. خو له بل اړخه بيا وايم که په دې جنجال مې ځان اخته کړی وای، بيا به پخپله د قاموسونو کارونه راڅخه پاته وای او ښايي يو نيمګړی پروګرامر راڅخه جوړ شوی وای، خو قاموسونه به نه وای.

په هند، بنګله دېش، پاکستان، سربستان او آن آلمان کې مې هم زما د اقتصاد په سويه زياتې پيسې مصرف کړې چې مسلکي پروګرامران راته دغه پروګرام جوړ کړي. خو له بده مرغه يو هم تر پايه کار ندی راسره بېولی. پيسې يې اخيستې دي او بيا يې نيمګړی کار را پرې ايښی دی. کله چې مې هر ځله د يو پروګرامر نيمګړی کار بل ته ايښی چې رابشپړ يې کړي، نو وايي «تر دې چې يې نوی وليکم ماته آسانه او تاته ارزانه پرېوزي».  هغه يو او نيم افغان پروګرامرانو ته چې مې کله خوله کږه کړېده، هغوی په غير مستقيمه توګه راته ويلي دي او يا يې احساس راکړی دی: «ځه مړه، ته دې د دماغ علاج وکړه. موږ څه ستا په شان لېونيان خو نه يو، کور ژوند او مسؤليتونه مو په غاړه دي.»

که کوم پروګرامر دا کار کول وغواړي نو ښايي په يوه مياشت کې د پروګرامينګ اړخ بشپړ کړي، په شرط د دې چې د قاموسونو يو کارپوه يې تر څنګ ناست وي. خو د هغه لپاره به هم حد اقل نيم لېونتوب او د دغې پروژې لپاره جنونيت اړين وي.

زما لپاره دا ټول کارونه که يې ژبپوهنيز اړخ دی، که يې د وېبپاڼې روغ ساتل او يا هم د پروګرامينګ اوسنۍ هڅې دي، داسي سختې دندې دي لکه څوک چې غواړي يو موټر ترميم کړي، خو نه يې د ترميم زدکړه کړې وي او نه ورسره اړين اوزار موجود وي. نو زه هم لګيا يم چې د پېچکښ، پلاس، امبور او پانې پر ځای په غاښونو او ګوتو دا موټر ترميم کړم او د بيزو ترکاڼي وکړم. 
لاندې د پروژې د طرحې لنډه خاکه ده، چې اصلي او تفصيلي بڼه يې د يو کتاب په شان لوی حجم لري. زما خو نور غاښونه ورباندې وتلي دي، يا هغه د کندهاريانو په اصطلاح نور يې تقريبا مات کړی يم. الله دې يې راته آسانه کړي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د جولای ۱۹ نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t.ly/rIbhV
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page