په ماشومتوب مې فکر کاوه چې لوی شم نو...

 په ماشومتوب مې فکر کاوه چې لوی شم نو...
هغه څه به وخوړلای شم چې زړه مې غواړي
د بيدېدلو او ويښېدلو وخت به خپله ټاکم
ژړا به مې هيره شـي او بيا به نه ژاړم
په هر څـه به مې سر خلاص شـي
د هر سوال جواب به راسره وي
زدکړه به مې پای ته ورسيږي
جنګ به پای ته رسېدلي وي
زړه به مې ژر ژر نه ماتيږي
ساعـت به مې تل تېـر وي
ډېر ښه ملګري به ولرم
وينا به مې زده شـي
غلطۍ به نه کوم
هيله من به يم
بيره به نه لـرم
زورور بـه يم
کور بـه يم
پوه به يم
وړ به يم
... لوی خو شوم، خو نه هيڅ شوم او نه هم هیڅ وشول.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د جون ۲۶نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page