لنډيز يې دا دی چې که بلوچستان ته افغان مهاجر په خپله خوښه او رضا په دومره لوی شمېر نه وای ورغلي...

 د بلوچستان ګورنر جلالت مآب ښاغلي ولي کاکړ صاحب په خپله قومي ژبه چې له ديالېکټ/لهجې څخه يې ثابتيږي چې دی ورباندې بشپړه تسلط لري، او همدغه يې د بااحساسه او کامل و قابل پاکستانيتوب يوه نخښه ده، يعني په درنه اردو ژبه کې يې په ډېره ښايسته توګه د مهاجرو د نړيوالې ورځې په وياړ يوه ډېره علمي او عالي تجزيه وړاندي کړې ده. لنډيز يې دا دی چې که بلوچستان ته افغان مهاجر په خپله خوښه او رضا په دومره لوی شمېر نه وای ورغلي، نو د ده په شان به د دغې سيمې نور ټول وګړي د دنيا د هر نعمت څخه برخمن، د خپلو وسايلو مالکان او د دغه باعزته او بشپړه توګه آزاد شوي او بډای هيواد د نورو ايالتونو او ولسونو په سويه برابر وای او په قبايلي موضوعاتو کې سره اخته او د حقونو له مخې د دريمې درجې اتباع/شهريان به نه ورڅخه جوړېدلای. بل يې د مهاجرو له نړيوال سازمان څخه په ډيرو ښو انتخاب شوو الفاظو او جملو کې غوښتنه کړېده چې د مهاجرو پر ځای دې د «لوکل» يعني ځايي خلکو سره مرستې وکړي. هيز هاينس مشټر ګورنر پښتانه، بلوڅ او ازبک خپل ورونه بللې دي، خو په ډېر لطافت سره يې د پښتني کور مثال هم ورکړی چې هر ورور په مشترک کور کې «خپلې خپلې خونې ته ځي». هغه په ډېر مهارت خو غېر مستقيمه توګه د علحضرت جناب سر هېنري مورټيمر ډيورنډ و مقدسې وصيتنامې او ويش ته په اشاره ويلي دي چې دی يعني جلالت مآب ګورنر صاحب اوس د افغان کور په هغه خونه کې اوسيږي چې د مرشد او جد امجد مولانا ډيورنډ له خوا بل چا ته ورکول شوې ده او دی خوښ دی چې په خونه یې د نوي ويش له مخې نوي څښتنان وځي او ننوځي خو ده ته يې هم پکښي د يو څو ورځو لپاره د نسبي مشرۍ اجازه ورکړې ده، چې له کبله به يې د ده راتلونکي زيات نسلونه شاکره او مشکوره او په وياړمن وي، خو په وينا يې افغان ورونه دې په خپلو پلرنيو او لا ورته پاتو خونو کې پاته شي.

که يې دا عالي وينا پخپله ليکلې يا بېله ليکلو پياد اورولې وي نو هم د ستاينې وړ خبره ده، او که بل چا ورته ليکلې او ده حافظې ته رسولې او بیا وړاندي کړې وي، نو هم د ستاينې وړ خبره ده. خدای دې په هره عظيمه خاوره کې عظيمه بچي پيدا کړي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د جون مياشتي ۲۱ نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page