د ماشومانو د انټرنټي راډيو لپاره آهنګونه...

 درنو دوستانو،
اراده لرم چې انشالله په پښتو ژبه د ماشومانو لپاره د آنلاين راډيو مياشتنۍ/اونيزه امتحاني خپرونې پېل کړم. دغه راډيويي خپرونې به د کوچنی ټکی کام په چوکاټ کې وي او پر مخ بېوونکي به يې هم پخپله ماشومان وي. دغه راډيو به د اوسني پلان له مخې د کوچنی ټکی کام او قاموسونه ټکی کام په شان په شخصي توګه پر مخ بېول کيږي او پکښي بسپنې يا پردۍ مالي يا نورې مرستي يا تجارتي اهداف به پکښي نه وي مطرح او دخیل.


زما د دغو خپرونو لپاره پنځه شپږ بېل د موسيقۍ داسي آهنګونه پکار دي، چې هم د ماشومانو پر طبعه برابر وي او هم يې کاپي رايټس لرونکي راته د دايمي کارولو اجازه راکړي.


نو که زما په دوستانو کې يو څوک داسي وي چې د موسيقۍ آهنګونه طرحه کولای او جوړولای شي، يا د شته آهنګونو په انتخاب او ثبت کې عملي کار راسره کولای شي نو هیله ده چې راسره تماس ونيسي. که تاسو کوم موسيقي جوړوونکی پېژنئ چې دغه کار کولای شي، نو هيله ده چې هغه دلته رامنشن کړئ.


آهنګونه به د راډيويي خپرونې د پېل او پای او په همدې شان د ځانګړې مرکې، د اونۍ پوښتنې او نورو ورته برنامو د پېژندګلوي لپاره وي.
ستاسو له همکارۍ څخه مخکې له مخکې يوه نړۍ مننه.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د جولای لومړۍ نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page