ټيزر

ښه! ته ډاکټر يې؟ د پوهنتون استاد يې؟ انجينير يې؟ ژورنالست يې؟ ديني عالم يې؟ لايق محصل يې؟ که داسې څوک يې چې تر نورو ډېري پيسې لرې؟ ښه! ښه! لوړې زدکړې دي کړي دي؟ ښه! په خپل کسب ښه پوهېږې؟

ډاکټران خو ډېر دي، د پوهنتون استادان بې شمېره دي، ته يوازنی انجينیر نه يې، په ژورنالستانو نړۍ ډکه ده، ديني عالمان زيات دي، لوړي زدکړې لرونکي خو اوس په هر کور کې موندل کېدلای شي، او په خپل کسب کې تکړه يوازنی ته نه يې بلکه بې شمېره نور انسانان هم شته چې په خپل کار و کسب کې لايق دي. پاته شوه د پيسو خبره، نو صرف په مال او پيسو خو څوک نه سړی کيږي.
ته که هر څوک او هر شی يې، نو فرض کړه چې که دا نن درته مرګ راشي، ستا څخه به څه شی پاته وي؟ ستا او ستا په شان د نورو انسانانو تر منځ به فرق څه وي؟


ستا او د نورو تر منځ هغه وخت فرق کېدلای شي چې ته تر خپلو زدکړو، خپل کسب، خپل مسلک، خپل استطاعت، خپلو امکاناتو، خپلې دندې، خپلو شخصي او کورني مسؤليتونو آخوا فکر او عملي کار وکړې او د نورو انسانانو په ډله کې په خپل عمل او خدمت سره نمايداره شې. دا هغه وخت ممکنه ده چې ته نورو انسانانو او انسانيت ته بېلې معاوضې او بېله متقابلې ګټې ترلاسه کولو «د نصاب آخوا» په ايمانداري او د زړه له اخلاصه کار وکړې او انسانيت او نړۍ ته داسي څه ورکړې چې ستا له مرګ وروسته يې هم انسانانو ته ګټه ورسيږي.


ورباندې فکر وکړه، که همدا نن مړ شې، څه شی به درڅخه پاته وي او څه شی به د ځان سره يوسې؟ ستا له مرګ څخه لس کاله وروسته به د چا پياد يې؟ څوک به درته دعا کوي؟ څوک به دې په ښه نوم يادوي او ولې؟ آن که دې څوک ياد نه کړي، درته دعا ونکړي، خو تا خپل په ژوند نورو انسانانو او انسايت ته بېله د معاوضې د هيلې يا تمې ګټه رسولې وي، نو بيا به هم دا يوازنی او هغه تر ټولو بهترين شی وي چې تا به په نړۍ کې لرلی وي او هغه تر ټولو ګټور شی به وی چې د ځان سره به يې وړې.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د جولای ۴ نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page