له دې مخکې چې په کومه ورځپاڼه، مجله يا انټرنټپاڼه کې کومه مقاله يا مطلب خپور شي

 (لوست يې تقريبا ۵ دقيقې وخت غواړي)


له دې مخکې چې په کومه ورځپاڼه، مجله يا انټرنټپاڼه کې کومه مقاله يا مطلب خپور شي، بهتره ده چې دغه ليکنه د ليکونکي د دوو سترګو علاوه د يو بل کس تر سترګو هم تېره شي. عموما په رسنيو کې دا يو اصل او لازمي عمل وي چې ورته د څلورو سترګو پرنسيپ ويل کيږي.


پخپله بيا بيا لوست


خو د اوسني پېر چټک او ستړی ژوند موږ تاسو عامو انسانانو ته دا امکان نه برابروي چې په شخصي ژوند کې دې د خپلو ليکنو د خپرولو مخکې پر هغوی د څلورو سترګو پرنسيپ عملي کړو. که څه چې له خپرولو مخکې پخپله د ليکنې دويم، دريم يا آن زيات ځله لوستل هم تر زياتې اندازې د ممکنه تېروتنو مخه نيسي، خو د يو بل کس لخوا د دغې ليکنې د لوست ځای نشي نيولای.


د خواله رسنيو مشترک ټولګی


زه پخپله خوشحاله کېږم که يو څوک راته زما تېروتنه او غلطي را اصلاح کړي، ځکه چې د پښتو ژبې د يو ادنی شاګرد په توګه لا ډېر څه بايد زده کړم. دا چې شاګرد يم خو ښوونځي ته نه ځم، نو همدغه خواله رسنۍ د ښوونځي رول په غاړه اخيستلای شي.


په کومه طريقه د چا اصلاح وکړو؟


البته په خواله رسنيو کې يو د بل د ليکنو اصلاح هغه وخت لا ګټوره او مثمره تمامېدلای شي چې يو اړخ د معلم او علم کل دريځ خپل نکړي، بلکه د ټولګيوالو او همصنفيانو په شان يو بل ته په خلوط کې هغه غلطۍ ور وښيي چې ښکاره او ثابته وي او له مطلب څخه د درستې معنی په اخيستلو کې خنډ رامنځته کوي. د مثال په توګه ما يو وخت د اقاربو (خپلوانو) پر ځای عقاربو (لړمانو) ليکلو غلطي کړېوه او يو ښايسته انسان راته په پرايويټ ميسيج (خلوط) کې را اصلاح کړه. 


بعضي هغه تېروتنې چې هغه ټايپي يا نورې غېر فاحشه غلطۍ وي، تر څو چې د متن او مطلب په پوهېدو کې ستونزه نه رامنځته نکړي، يا يې د غلطوالي او صحيحوالې په هکله نظرونه سره وېشل شوي وي، نو په خواله رسنيو کې يې له پامه غورځول تاوان نه کوي. البته دا هغه وخت چې ليکنه علمي او تحقيقي نه بلکه د خواله رسنيو لپاره ټيپيکل کوم ورځنی پوست وي.


ايا په پورتني متن کې مو خلوت ته پام شو چې ما په خلوط ليکلی؟  دې ته مو پام شو چې په «ستونزه نه رامنځته نکړي» کې يو نه اضافه دی؟ نورې مو کومې تېروتنې پکښې وموندلې؟ البته په لومړي ځل لوست کې... کومې يې بايد خامخا اصلاح شي؟

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page