په پښتو ژبه کې د ماشومانو لپاره د هغوی په طبعه او عمر برابر روزنيز او د ساعت تېري مواد

 

په پښتو ژبه کې د ماشومانو لپاره د هغوی په طبعه او عمر برابر روزنيز او د ساعت تېري مواد لا هم پر انټرنټ ډېر کم دي. کوچنی ټکی کام وېبپاڼه www.kochnai.com له اتو کالو راهيسي و ماشومانو ته په پښتو ژبه منثور او منظوم آنلاين نکلونه او نور مطالب خپروي. دغه پاڼه هره ورځ د زرونو مېندو او پلرونو او ماشومانو لخوا کتل کيږي او پکښې له آنلاين ږغيزو، ويډيويي او په متن کې پرتو موادو څخه يې ګټه اخيستل کيږي.


که څه چې په اوسني پېر کې د ماشومانو لپاره تلويزيوني او ويډيويي خپرونې ډېرې مهمې او اړيني شوي دي، خو په ډېرو لوېديځو هيوادونو کې د ماشومانو لپاره ځانګړي راډيويي خپرونې هم زيات اورېدونکي او ستايونکي لري.


د کوچنی ټکی کام د پروژې په پېل کې لا د افغان بچيانو لپاره پر انټرنټ د راډيويي خپرونو تنظيم کول يو هدف و. خو د امکاناتو او بيلو نورو ستونزو له کبله تر اوسه دغه پلانونه عملي نشول. اوس د ياد پلان پر لور د يو کوچني او محتاط قدم ايښودلو کوښښ کوم.


که په مياشت کې هم يوه خپرونه ثبت کړلای شو، نو دا به يوه لويه خبره وي. د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې به ورباندې دخيره د پېل کولو کوښښ وکړم. که راسره په دغه مسلک (ادب، ژورناليزم، تمثيل، راډيو) کې تجربه لرونکو رضاکارانو د عملي مرستې لاسونه راکړل، نو به د خپرونو ژوند اوږد او اغېزمنتيا به يې زياته شي.


کوښښ به دا وي چې د امکان تر حده داسي ماشومان وموندل او وروزل شي چې پخپله د خپرونو کوربه توب او په خپرونو کې نور مهم رول ولوبولای شي. کار ستونزمن او مشکل ضرور دی، خو ناممکن نه دی. که بالاخره دا ټول کار صرف د يو ډېر محدود شمېر افغان ماشومانو پر مخونو د خندا راوستلو، د هغوی د خوشحاله کولو او له دغو خپرونو  څخه د هغوی د يو مثبت شي د زده کولو لامل شي، نو زحمت به بېځايه نه وي تللی.


دغه صرف يوه امتحاني او ازمويښتي آوډيو ده. وروسته به دخيره د منظم پروګرام له مخې کوربه د نکلونو کيسو او نورو مطالبو معرفي هم کوي.


په دغه امتحاني خپرونه کې د تکړه ژورناليستې، شاعرې او ليکوالې آغلې ملالۍ بشير  Malali Bashir په ږغ کې نکل ته ځای ورکول شوی دی. ورڅخه زياته مننه کوم. 


له ماشوم همکارانو څخه هم يوه نړۍ مننه کوم چې هم يې راته لارښوونه کړې او هم يې راسره زحمت ايستلی دی. 


زموږ نړۍ په ماشومانو ښکلې ده. زموږ هر څه د ماشومانو دي او ماشومان زموږ هر څه او زموږ راتلونکی دي. 


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د جون ۶ نېټه
هيله: تاسو لطفا په خپلو ماشومانو دغه خپرونه واورئ او غبرګونونه يې راسره شريک کړئ. 
#کوچنی_ټکی_کام_راډيويي_خپرونې
#کوچنی_ټکی_کام

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page