د کلي څو نارينه د مني په لمر کې پيتاوي ته راغونډ شوي ول.

 د کلي څو نارينه د مني په لمر کې پيتاوي ته راغونډ شوي ول. بعضو يې خټين ديوال ته تکيه کړې وه او بعضو يې د دېوال اړخ ته ځانونه اوږده اوږده غځولي او پر ځانونو يې څادرونه راکش کړي ول. حاجي فدا محمد کاکو  و حاضرينو ته پر دې موضوع وينا اوروله چې «د نن سبا ځوانان په رکوع او سجده کې څومره زياته بېغوري کوي.» هغه پر چپه اړخ پر خپل پټو تکيه کړې وه او خپل راسته لاس يې راپورته کړ او د شهادت ګوته يې ډېره لږ شانته راکږه کړه او ويې ويل: «رکوع يې داسي وي، لکه ملا چې يې ماته وي د ملاماتو. بل دا خبيثان تل هغه وخت مسجد ته ځان راورسوي چې امام او مقتديان پر آخري رکعت ولاړ وي.»


مجلس ادامه لرله چې له ورايه اول ږغ او بيا ورپسي يوه بنګړيواله راڅرګنده شوه. هغې په لوړ او خورا ښکلي آهنګ سره نارې کولې: «حجامت والا، صحت والا، سنت والا، ګنده وینه کښل والا.» بنګريواله لا ليرې وه چې حاجي فدا محمد کاکو وويل: «دا زیات وخت کيږي چې جسد مې بخار او خارښت کوي، ځکه چې له زیات وخته مې حجامت نه دی کړی. زه به يو وارې ورتېر شم.» هغه ورغلی او د بنګړيوالې سره يې ښايي د مزدورۍ او د حجامت پر څرنګوالي څه خبرې وکړې او وروسته ورسره د باغ د کجګر شاته تېر شو. زیات وخت لا نه و تېر شوی چې ناستو سپينږرو وليد چې حاجي فدا محمد کاکو د کجګر څخه داسي پر شا د حرکت په حال کې راڅرګند شو لکه پورې يا ټېل وهل شوی چې وي. لکه يو چا چې سخته ټينګه ډيکه ورکړې وې. په ناستو سپينږرو کې يو چا پوښتنه وکړه: «ايه څه کيسه ده؟» همدا و چې پراته نور سپينږري هم راپورته او ځير شول.


د حاجي وروسته له کجګره په سمدلاسه توګه بنګړيواله هم راڅرګنده شوه چې په ډېره غوسه او خورا لوړ او بد آهنګه ږغ يې د حاجي صاحب لپاره خورا نازېبا الفاظ کارول. حاجي صاحب لا خپل توازن بېرته نه و برابر کړی چې بنګړيوالې ورباندې لاسونه راتاو کړل، هغه يې پر لينګته راکش، له مځکې يې يو نيم ګز پورته او په خورا يو لوی درب يې له مځکې داسي راوويشت چې د حاجي صاحب ږغ سو «های».


حاجي لا پر مځکه د هغه له ويشتل کېدو وروسته راپورته شوې لوخړې څخه نه و بېرته راڅرګند شوی، چې په ناستو کسانو کې يو چا پوښتنه وکړه: «وای، سړی يې مړ کی. دا ولې؟» يوه سره ږيره لرونکي سپينږري وويل: «له خپل خارښته ورته پېښه شوه.» هغه د حاجي فدا محمد کاکو په تمثيل خپله د شهادت ګوته پورته او لږ شانته کږه کړه او ويې ويل: «له دې وروسته به دی هم رکوع داسي کوي.»


احمدولي اڅکزي، د ۲۰۲۳ کال د جولای لسمه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page