زيبستيان هاينه زمری خان

 چې په سويه يې ښايي مخکې هم هيڅ بل عالم نه وي تېر شوی،

 چې په سويه يې ښايي مخکې هم هيڅ بل عالم نه وي تېر شوی، يو غير عادي استثنايي نابغه د يوې غيرې عادي پراخې پوهې لرونکی انسان خو په خټه غېر افغان دی. د «جمهوريت» په وروستي کالونو کې يې پخپله د ‌ډاکټر صاحب اشرف غني سره وليدل، او ډاکټر صاحب ورسره پخپله «پښتو» وکړه، خو پوره يې نکړه يا پوره نکړای شوه.


د پښتو ژبې هغو اديبانو چې دغه نابغه عالم يې پخپل دعوت کابل ته ور غوښتی و، د هغه د ورتګ وروسته به يې ځانونه په لاس نه ورکول او هغه ازمويل شوی افغان چل به يې ورسره کاوه، يعني ځانونه به يې ورڅخه پټول.


البته هغوی به خپل دلايل او عذرونه لري، خو ژمنې يې ورسره کړي وې چې وفا يې نه کړې. يا حد اقل بايد ورته سپينه خبره يې کړې يا خپل عذر يې ورته وړاندې کړی وای. نه پوهېږم کوم زرغون باغونه يې ورته ښکاره او ورسره ژمنه کړي ول، خو بايد داسې نه وای شوي.  اوس تاوان دا دی، چې له پښتو او پښتنو څخه د دغه کس د زړه ماتېدو په ممکنه صورت کې يو نه جبرانېدونکی تاوان رسيږي يا رسېدلی دی.


په اصل کې بايد له دغه کس څخه کار اخيستل شوی وای يا حد اقل پر خپل حال پرېښودل شوی وای. 


يو غير عادي نابغه چې پردۍ مور زېږولی، پردي پلار لوی کړی، پردي دولت ورباندې مصرف کړی او تحصيلات يې په کړي، الله ورته نابغه توب پسې عطا کړی او د پښتو او پښتنو سره يې مينه پخپله په زړه کې پاللې، هغه نبايد چې له پښتو او پښتنو څخه ناراضه کړل شوی وای.


د دغه نابغه فاضل استاد دوکتور زېباستيان هاينه له پوهې څخه اوس نورې ژبې او ولسونه خوند او فيض اخلي.


اوښه اوښه غاړه دې کږه ده!

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page