د غرونو په لمنه کې د پروت زيارت او راهبانو د سترې درسګاه مخې ته په داسي حال کې شور ماشور راپورته شو

د غرونو په لمنه کې د پروت زيارت او راهبانو د سترې درسګاه مخې ته په داسي حال کې شور ماشور راپورته شو، چې له ليري ليري ځايونو څخه راغلي زيارت کوونکي په عبادت، دعاوو او تفکر بوخت ول. د شور ماشور منبع د زيارت د درسګاه مخې ته د زیات شمېر خلکو راغونډېدنه وه.


هلته له ښار څخه ورغلی يو سېلانی هم موجود و. هغه هم وغوښتل چې ځان ته خبره معلومه کړي او په ټېله ټمبه کې يې ځان د راټولو شوو خلکو و دننۍ حلقې ته ورساوه. هلته يې وليدل چې يو سړي يو کمسن او کشر راهب په داسي حال کې تر غوږ نيولی  چې دغه راهب د يو څاروی په شان پر مځکه پر څلورو دی. د هغه د چپه سترګې شاوخوا برخه  پړسېدلې او جامې يې هم په خاورو وې. داسي معلومېدله لکه چې ورباندې ګوزاونه هم شوي وي. هغه کس چې راهب يې تر غوږ نيولی و، خورا په غوسه او په تکراري توګه ورڅخه پوښتنه کوله: «تا ولي دا ظلم وکړ؟»


په دغه حال کې ږغ وشو چې مشر راهب راورسېد. راغونډو شوو کسانو حلقه ماته کړه او د حقلې منځ ته يې يوه پراخه لاره پرېښوده چې پکښي درې تازه رارسېدلي راهبان راتېر شي.


له راغلو راهبانو څخه په عمر او رتبه تر ټولو مشر راهب چې د راهبانو او دغه زیارت مشري يې په غاړه درلوده، له راغونډو شوو خلکو وپوښتل چې څه خبره ده. هغه سړی چې کشر راهب يې تر غوږ نيولی و، د راهب غوږ يې خوشي کړ او ويې ويل: «جناب سر راهب صاحبه، زه يو بې وزله بزګر يم. زه او مېرمن مې ټول کال خواري باسو چې پر خپل يو لوېشت پټي لږې وريژي او سبزيجات وکرو او خپل نس په موړ کړو. هم زه بېسواده يم او هم مې مېرمنه ليک لوست نشي کولای. موږ خپل يوازينی زوی ستاسو دغه درسګاه ته راولېږلی چې د مور او پلار په شان برخليک ونلري، بلکه ليک لوست او د عبادت تر څنګ د ژوند طرز او سليقه زده کړي. خو ستاسو دغه راهب زما د ماشوم بچي سره جنسي زياتی کړی چې له کبله يې هغه بېرته کور ته راوتښتېد او موږ ته يې شکايت وکړ.»


د راهبانو مشر چې د عمر د زیاتوالي له کبله يې آن په تکليف خبرې کولې، له ملزم راهب څخه پوښتنه وکړه: «ايا دغه سړی رشتيا وايي؟» کشر راهب سترګې لاندې اچولې وې او بېله دې چې سر پورته کړي په ډېر کښته اواز يې وويل: «ما هم د نورو ټولو راهبانو په شان قسم کړی، چې هيڅکله به درواغ نه وايم. ما وبخښئ، غلطي راڅخه وشوه. بیا داسي کار نکوم.» د مشر راهب کيڼ اړخ ته ولاړ ځوان راهب ور وځغستل او ملزم راهب يې تر غوږ ونيولی، ويل: «تا زموږ نوم رابد کړ.» کشر راهب ورته مخ راپورته کړ او ورته ويې ويل: «دا ته چې له کالونو راهيسي زما او نورو کشر راهبانو سره همدا کارونه کوې، بايد ته هم بخښنه وغواړې.»


د راغونډو شوو کسانو تر منځ زوږ او شور بيا مخ په زياتېدو شو. په دغه حال کې د سر راهب ښه اړخ ته ولاړ د پوخ عمر راهب ورغلی او ځوان راهب ته يې وويل: «دا څه اورم. ما پر تاسو اعتبار کړی او درته مهم وظايف مې سپارلي دي، او تاسو دا څه کوئ؟» ځوان راهب ويل: «محترم استاده، زه خو ډېر ماشوم وم چې دغه درسګاه ته راغلم. هغه وخت کې تاسو ځوان وې او تاسو نه يوازې زما سره، بلکه د ګڼ شمېر نورو کشر راهبانو سره دا ظلم کاوه. زه خپل خدای ته ډېر شرمنده يم چې نن زه پخپله د هغسي ظالم په توګه رسوا شوم، لکه چې تاسو چې واست.»


د پوخ عمر راهب مخ لاندي وځړاوه او په شرمندګي يې وويل: «ما فکر کاوه چې ستاسو به دا خبره هېره او دا حلقه به ماته شوې وي. زما ټولو عبادتونو او توبو ګټه ونه رسوله، او دا دی نن رسوا شوم. بايد چې ووايم چې کله چې زه وړوکی دغه درسګاه ته راغلی وم، نو زما محترم استاد چې اوس د دغه درسګاه او زيارت سرراهب دی، پر ما همدغه ظلم کاوه.»


د دغو خبرو په اورېدو سره سپينږری سر راهب چې تر مخه لا په مشکله پر خپلو پښو ولاړ او ځان يې پر لکړه تکيه کړی و، پر مځکه راولوېد او په ژړا ژړا يې وويل: «اې زما خدايه، ماته بخښه وکړه. خو تاته معلومه ده، چې زما سره هم دا ظلم شوی دی. يا ربه دغه شيطاني حلقه ماته کړه.»


له ښاره راغلي سړي په حاضرينو کې رامنځته شوې حيراني او خاموشي ماته کړه او په لوړ ږغ يې وويل: «اې خلکو، که غواړئ چې دغه شيطاني حلقه ماته کړئ، نو خپل نابالغ ماشومان هيڅکله له ځانه مه ليري کوئ.»


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د جولای ۱۳ نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page