دا چې پښتو يوه ژوندۍ ،ګړندۍ او مستعمله او پراخه لمنه لرونکې ژبه ده، ورباندي زيات روښان حقايق دلالت کوي.

يادونه: د دغې ليکنې مقصد په هيڅ صورت د يو شخص يا ډلې سپکاوی، ورته د منفي يا سپکاوي ډک نوم تائيد يا د چا طرف نيول نه، بلکه په پښتو ژبه او پښتنو کې موجودې يوې پديدې باندې علمې بحث کول دي. 
دا چې پښتو يوه ژوندۍ ،ګړندۍ او مستعمله او پراخه لمنه لرونکې ژبه ده، ورباندي زيات روښان حقايق دلالت کوي. له دغو څخه يو هم څرګند حقيقت په دغه ژبه کې د نوو لغتونو رامنځته کېدنه يا د شته لغتونو په معناوو کې د تغير راتلل دي. دلته مقصد هغه مصنوعي جوړ شوي لغتونه يا نولوجيزمونه نه دي چې د بعضو کم شمېر يا يو عالم لخوا وړانديز شوي وي. بلکه دلته هغه لغتونه مقصد دي چې پخپله په ولس کې په «طبعي» توګه راپيدا شوي او رواج شوي وي. داسي لغتونه چې تر مخه په پښتو کې يا خو له سره موجود نه ول، يا په دغه بڼه او ترکيب او معنی نه پېژندل کېدل.
دا چې په ژبه کې نوي لغتونه څنګه رامنځته کيږي يا يې معنی څنګه تغير خوري ورته بېل دلايل، امکانات او لارې شته. د مثال په توګه د نوو لغتونو د زېږېدلو يوه منبع د ځوانانو مجلسونه وي. زيات وختونه له دغو مجلسونو څخه داسي لغتونه رامنځته کيږي چې په اول سر کې د هغوی تر منځ د شفر حيثيت لري، خو يو وخت دغه لغتونه داسي عام شي، چې ډېر زيات خلک يې استعمالوي او په معنی يې پوهيږي.
په پښتو ژبه کې د نوو لغتونو د رامنځته کېدنې يا د شته لغتونو په معنی کې د تغير راتګ آن په څو څانګو کې ويشل کېدلای شي. له دغو څخه يوه څانګه چې اکثريت پښتانه وسره اشنا دي، هغه په يوه وړه ډله کې دننه پر اشخاصو يا ډلو و هغوی ته د منسوبو منفي يا مثبت صفتونو او د هغوی سره  مينې يا کرکې له کبله ورکول کېدونکي نومونه دي.


د کندهار «سپک بسم الله جان»
د کندهار په کاروان سيمه کې له نن څخه تقريبا ۳۵ يا ۴۰ کاله ترمخه د بسم الله جان په نوم يو کس ژوند کاوه. د هغه د بعضو عادتونو يا ښايي يوې ورځې د کوم حرکت له کبله هغه ته يو چا د «سپک بسم الله جان» خطاب کړی و. نه يوازي دا چې دغه کس په «سپک بسم الله جان» مشهور شو، بلکه دا نوم دومره شاوخوا خپور شو چې آن کله چې به خلکو په کاروان کې چا ته د کوم کور موقعيت يا ادرس تشريح کاوه، نو به يې ويل چې د «سپک بسم الله جان» د کور مخکې، شاته، ترمخه او که وروسته واقع دی. د دې تر څنګ اوس هم د کندهار په خلکو کې دغه نوم د يو منفي «صفت» په توګه کارول کيږي. د مثال په توګه مور ښايي خپل ماشوم ته ووايي: «دروند کښېنه دروند ولاړ سه، له ځان څخه سپک بسم الله جان مه جوړوه.» یا «د سپک بسم الله جان چمونه مه کوه».
په مجموع کې په کندهار کې له پخوا دا پديده عامه ده چې له ماشومانو څخه نيولې بیا تر سپينږرو پوري انسانانو ته منفي، مثبت يا تشريحي صفات د نوم په توګه منسوبيږي، لکه بوک دادلله، اخلاق حسنه، کش ماد عظيم، خښتګ عبدالله، کولچه ماد عسکر، سورکه بابا، تور ماد ايوب، بورۍ مريمه او داسي نور... خو دا چې يو نوم د صفت بڼه اختيار کړي او نه يوازي د يوې کورنۍ يا ناحيې بلکه د ښار اکثريت خلک يې د شخص سره په غير مربوطو څيزونو کې هم کارول شروع کړي، نو دا د هغې پروسې پېل دی چې په نتيجه کې يې نوی لغت يا مرکب د نوې معنی سره رامنځته کيږي.
ايا اوس بايد «سپک بسم الله» لغت د اسم يا صفت او يا  هم «سپک بسم الله جان جوړېدل» د فعل په توګه قاموس ته واچول شي؟
که د کندهار ښار د خلکو تر منځ د مستعملو اصطلاحاتو قاموس ليکل کيږي، او دغه لغت تر اوسه لا هم مستعمل وي، نو دغه لغت ښايي بالکل د درجېدنې لپاره يو ښه کانديد واوسي. خو دا چې د پښتو په عمومي قاموس کې هم دغه يا ورته لغتونه ځای پيدا کړي، بايد دغه لغتونه په جغرافيايي توګه محدود نه وي، بلکه بايد په بيلو سيمو کې يې خلک په همدغه شکل او په همدغه معنی وپېژني.


انټرنټ نوي لغتونه ژر خپروي
«ډي ته کول» د پښتو يوه نوې رامنځته شوې اصطلاح ده. ښايي له تاسو څخه اکثريت لوستونکي د دغه اصطلاح په معنی پوهيږئ، حال دا چې دغه اصطلاح په هيڅ قاموس کي نشته او نسبتا ډېره نوې ده. که څوک د معلومو معيارونو له مخې تحقيق وکړي او په رشتيا دغه اصطلاح اوس د دومره زياتو  پښتنو لپاره د پوهېدنې وړ او مستعمله وي، لکه زه چې شخصا اټکل او احساس کوم، نو بيا دغه اصطلاح بالکل په قاموس کې د يو فعل په توګه داخلېدلای شي، لکه:


ډي ته کول
فعل، [د ځوانانو طنزي ژبه]
۱ ـ ورانول، خرابول، ورته زيان رسول ۲ ـ له منځه وړل ۳ ـ وژل


دا چې زه او د اټکل له مخې له تاسو لوستونکو څخه اکثريت د «ډي ته کول» په معنی پوهيږو، يوه وجه يې انټرنټ دی. د هغه باوجوده چې زه له سيمي څخه ډېر ليري ژوند کوم، خو انټرنټ د دې لامل شوی، چې دغه نوی لغت تر ما او تر زیات شمېر نورو انټرنټ لرونکو پښتنو پورې ورسيږي.


مشروط او مربوط صفتي نومونه

که په افغانستان کې د ثور د انقلاب راهيسي وخت ته وکتل شي، نو ښايي موږ تاسو ټول زيات داسي لغتونه وپېژنو چې له ياد انقلاب څخه تر مخه يې معنی يوه وه، خو د انقلاب را وروسته موده کې يې يا خو بالکل معنی تغير شوې او يا هم کله چې يې موږ واورو، نو هغه پخوانۍ معنی مو يې ذهن ته نه راځي، بلکه په وروسته ورته منسوبه شوې معنی يې افاده کوو، لکه «اشرار». دغه لغت چې د «شرير» يا «شر اچوونکي» د جمع شکل دی، که څوک د افغانستان د وسله والو ډلو پلوی او که يې مخالف وي، له اورېدو سره سم يې په اوله لحظه کې د لغت اصلي او مخکنۍ معنی ته فکر نه کوي او نه يې هغه معنی ذهن ته ورځي، بلکه ذهن يې د «وسله والو ډلو» يا «جهادي ډلو» په توګه ترجمه کوي. البته په دې هم هر څوک پوهيږي چې دغه لغت منفي او له قضاوت څخه ډک دی او له دې کبله د «مجاهدينو» د هممانيز په توګه نشي يادېدلای. د «اشرارو» په معنی تقريبا هر افغان پوهيږي، خو استعمال يې د وينا کوونکي په دريځ، قضاوت او د مجلس يا ليکنې په څرنګوالې پورې مشروط او مربوط دی. د مثال په توګه يوه جدي رسنۍ به هيڅکله په خپل کوم راپور کې د افغانستان پخواني «مجاهدینو» ته د «اشرارو» خطاب ونکړي. 
که سياسي قضاوت کوونکې اصطلاح «اشرار» د غير سياسي اصطلاح «سپک بسم الله جان» سره مقايسه کړو، او هېر کړو چې «سپک بسم الله جان» يوازې تر کندهار پورې محدود استعمال لري يا يې درلود، نو د نوي لغت يا نوې معنی لپاره «سپک بسم الله جان» ځکه زیات مخکښ کانديد تصور کېدلای شي، ولي چې استعمال يې له اصلي شخص څخه په غيرمربوطه او غيرمشروطه توګه ممکن شوی دی.


د شخص صفت او د صفت شخص کېدنه
«کرميه غم نه وي، غم راوړې» د فتح خان بړېڅ له مشهور نکل څخه يوه مشهوره جمله ده. د همدغه نکل له کبله «کرمی» د پښتو ژبې يو منفي صفت ګرځېدلی دی، چې هغه چاته وايي چې په تکراري توګه د لانجو د راوړلاړېدو لامل کيږي. دا يو داسي مثال دی، چې د يو شخص (نکلي کردار) د خواصو پر اساس يو نوم له شخص څخه په غيرمربوطه توګه د دغه شخص د خواصو لپاره په هممانيز اوښتی دی. يعني «کرمی» صرف د فتح خان بړېڅ د نکل کردار ته نه، بلکه هر هغه چا ته ويل کېدلای شي، چې په هکله يې د منفي قضاوت اراده موجوده وي چې ګواکې هغه تل د لانجو د رامنځته کېدو لامل کيږي. کرمی چې په نکل کې طنزي نوم دی او په دغه نکل کې د اړونده کردار د ښکاره او تکراري عمل له کبله د هغه د نوم او خواص يا عمل لپاره په هممانيز اوښتی دی. د زيات شمېر لسيزو په تېرېدو سره دغه طنزي نوم آن په غير مربوطه توګه مستعمل شوی دی.


د تيرو لسيزو طنزي سياسي نومونه
په تېرو دوو درو لسيزو کې د خاص اشخاصو لپاره کارول کېدونکي طنزي نومونه لکه زرکلن، مفتکر (د مفکر پر ځای)، مداري، راکټيار، ګلمرجان او داسي نور يا د ډلو لپاره نومونه لکه لنډه غر، ټاميان او داسي نور، يا د ادارو لپاره نومونه لکه چورلمان هغه مثالونه دي چې لا تر اوسه د خاص اشخاصو، خاصو ډلو او يا خاصو ادارو سره مربوط دي. مثال کله چې زرکلن ياد شي، نو دا صرف يو شخص ته چې هغه ډاکټر صاحب اشرف غني دی، منسوبيږي. همداسي ټامي يا جمع ټاميان يا ګلخان يا ګلخانان هم خاصې ډلې ته منسوبيدلای شي. خو  بالکل له امکان څخه ليرې خبره نه ده چې دغه طنزي نومونه ژوندي پاته شي او يو وخت ياد او ورته نور مشخص طنزي نومونه په خپلواکو لغتونو يا معناوو واوړي او نور صرف د دغو کسانو يا ډلو لپاره خاص او ځانګړي پاته نه وي. له دغې ډلې څخه د مثال په توګه خياټ (د ټاميانو ناوړه کارونو ته توجيه لټوونکی، د ط پر ځای د ټ توري کارول پر غير افغان يا انګرېزي سرچينې يا ټياميتوب ټينګار دی) يا خياط (په مجموع کې د يو شخص يا ډلې ناوړه کارونو ته توجيه لټوونکی) يو داسي لغت دی، چې آن اوس يې لا له خپلې اصلي معنی (ګنډونکي) څخه نه يوازي بېله معنی خپله کړېده، بلکه تر يوې اندازې يې د خپلواکه لغت په توګه پېژندل کېدو يو شمېر نورې ځانګړتياوې هم خپلې کړي دي.

د طنز او سپکاوي پر پوله
په پښتو کې له ډېر لږ وخت راهيسي رامنځته کړل شوې طنزي نومونه د «خناسانو» اصطلاح ده.  دغه اصطلاح د پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر خپلمنځيو لانجو او بېلېدنې وروسته د يوې ډلې لخوا د هغه بلې ډلې لپاره کارول کيږي. دلته د قضاوتي خو طنزي اصطلاحاتو لکه «خياټانو» يا «ټاميانو» په پرتله تمايل د سپکاوي او توهين آمېزه نومونو لکه «اشرارو»، «خرليبانو» او «لنډه غرو» پر خوا زيات دی. يوه وجه يې دا هم ده چې د طنز او سپکاوي پر پوله دغو نومونو کې پخوانۍ معناوې مطلق منفي وې او اوس نوې معناوې يې هم منفي دي. 
څنګه پوه شو چې يو نوم مروج يا پوخ شو؟
کله چې د ښاغلي حامد کرزي صاحب په مشرۍ لومړی عبوري حکومت جوړ شو او بيا د ټاکنو وروسته هم هغه پخوانۍ څهرې د حکومت برخه وګرځېدلې، نو ما په خپلو څو تنقيدي او طنزي ليکنو کې د دغه حکومت لپاره د «علي بابا او چاليس چور» اصطلاح وکاروله. دا په داسي حال کې چې د دغه ادارې لپاره ما دغه نومونه تر مخه چېرې نه وه لوستې يا اورېدلې. څو وخت وروسته ما په بيلو ځايونو او ليکنو کې د ښاغلي کرزي صاحب لپاره د «علي بابا» يا يې د حکومت لپاره د «علي بابا او چاليس چور» طنزي نومونه ولوستله. زه هلته پوه شوم چې کوم طنزي نوم چې ما ايښي و، هغه ګردش وکړ او ما بېرته د نورو له خولې او د نورو په ليکنو کې وليد، نو دا په دې معنی چې دغه نوم مروج شوی دی. دغه مثال د دغې پوښتنې د جواب په توګه يادولای شو چې «څنګه پوه شو چې يو نوم مروج يا پوخ شوی دی؟».
په پښتو  ژبه کې و اشخاصو، ډلو، ادارو يا ځايونو ته د طنزي نومونو منسوبول يوه داسي پدیده ده، چې د ژبپوهنې د لغت او معنی پوهنې د څانګو تر څنګ په نورو علمي دسپلينونو کې د تحقيق په زړه پورې موضوع کېدلای شي. خو له بده مرغه ما تر اوسه پر دغه موضوع د کوم تحقيق په تړاو څه نه دي لوستي. هيله ده چې په آينده کې ورباندې د لوست لپاره يو څه ولرو.


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د جولای ۲۱ نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page