وايي يو وخت له کلي  څخه کوم کس د کندهار ښار ته د خرڅلاو لپاره پر خره سسي را اخيستي وې.

 وايي يو وخت له کلي  څخه کوم کس د کندهار ښار ته د خرڅلاو لپاره پر خره سسي را اخيستي وې. د کندهار د ښار شوخو کوچنيانو د خره تر لکۍ لاندي زوزان کښېښودل، خره سر واخيست او له سترګو نيهام سو.  د دغه کار عامل يو ماشوم کرار تر غوږ ونيوی، ويل «هلکه ولي بد کوې؟» په دغه حال کي د کوڅې داسي کس پر راووت چې اصلي پايلوچه نه و، خو د پایلوچانو پېښې يې کولي، او کليوال ته يې وويل : «د ... زو، کوشنيان ولي وهې؟» کليوال ويل: «دا خو کشنيان دي، بد يې وکړل، ما ورته د غوږ يو پېچ ورکړ. ته خو لوی سړی يې. ته ولي بد ويل کوې؟» پايلوچه ورته ويل: «ځغله د صحرايي... ستا دا لوی پايڅې ستا دا لوی لوی بوټونه... کړم. ته در اې خوا ته سه مامتې ته چي سره معلومه يې کړو.» کليوال ورته وويل: «هر چيري چي وايي هلته به درسره ولاړ سم مامکه، خو بد مه وايه، ډېره بده خبره ده.»

په دغه «ښکنځل» او «ښکنځل مه کوه» کې دواړه مامتې ته راورسېدل. پايلوچه د خپلې سدرۍ دواړي پلې ورته پرانستلې چې پکښي له خوردوم او پنجه بکس څخه نيولې تر کوچنۍ  او لويي چاړې پورې ټول د جنګ سامان آلات ورسره ول. پايلوچه کليوال ته وويل: «زويه له دغو څخه دې په کوم شي .... کړم؟» کليوال ويل: «بيخي بده خبره ده چې برېتور او ږيرور ښکنځل کوي. جنګ خو بيا بيخي بدکار دی. جنګ خو سړي نه بلکه سپي يې کوي.» پايلوچه پنجه بکس لاس ته واچاوه او پر کليوال يې راټوپ کړل. کليوال يو اړخ ته سو او په حرکت کې يې پايلوچه پر دا شا په هغه لوی دروند ژړ سوټي وواهه چې په صحرا او غرونو کې د خرونو د رهنمايي لپاره کارول کيږي. همدا و پايلوچه پر مځکه ولوېدی او سخت خوږ سو، ويل : «اله وۍ د .... زو، وام مړ دي کړم.» کليوال ورغلی او په رسته پښه يې پايلوچه داسي په سينه وواهه چې د کواړي دروند بوټ او ورباندي پسي د آس لګول سوي وسپنيز نال د پايلوچه بې اختياره ږغ راپورته کړ. کليوال ويل: «بيا بد وايې؟ زه وايم بد مه وايه!» د درز سره سم پايلوچه چيغاري کړې ويل : «الوۍ الوۍ، مړ دي کړم د صحرايي زو، وام مات يم ايله مي که، ستا .... کړم.» کليوال بيا پښه پورته کړه او د پايلوچانو پېښنې کوونکی پايلوچه يې بيا په دا سينه کې وواهه ويل : «زه وايم بد مه وايه.»

په دغه حال کې مامتې ته يو بل پايلوچه رابرابر سو، دا لاندي پروت پايلوچه ور ږغ کړ:«وام آ پيداماد کاکو، له دغه صحرايي د ... د زوی څخه مې خلاص کړه، زه ورته وايم مات يې، دی د .... زوی مي نه ايله کيي. دا خبره وه چې کليوال ورته يو بل ګوزار ورکړ او  له پايلوچه بيا «آه» او ښکنځل پورته سول.

فدا محمد کاکو چې په موضوع يې سر خلاص سوی و او هم د اطرافو له خلکو او هم د پايلوچانو له پېښو کوونکو واقف و، نو يې له هغه ځايه پر راږغ کړ، ويل: «دا بيچاره صحرايي دی ، زياته ، په مات يم نه پوهيږي زياته، ورته ووايه چې غول مي خوړلي دي.»

په افغانستان کې نوې پر واک راغلې ډله ادعا لري، دا چې د نړۍ ابر قدرت او سوپر پاور امريکا يې د ټولو متحدينو سره يو ځای ماته کړه، نو دوی پخپله يو نوی سوپر پاور دی. دا خبره يې نادر نادري ته کړېوه، کله چې هغه د حکومتي پلاوي سره مل دوحې ته د خبرو اترو لپاره ورغلی و. دا هغه وخت و چې امريکايانو د خپل دښمن سره تړون تر مخه لاسليک کړی او کار تر کار تېر و. اوس هم پر واک دغه نوې ډله دا ادعا لري چې په نړۍ کې ځکه نوی «سوپر پاور» دی، ولي چې د نړۍ تر ټولو لوی «سوپر پاور» ته يې ماته ورکړې ده.

خو که د علي بابا او چاليس چور (علي بابا او څلوېښتو غلو) د جمهوريت غړي، لنډه غر، پخواني اشرار، توپکسالاران، ټاميان او خياټان په هره محکمه کې عريضه او د اصلي سوپر پاور کېدو ادعا وکړي، نو په لوی احتمال به دغه لقب د دوی حق وګرځول سي او نه د نوو واکمنانو. په لوی احتمال به هره محکمه دا سند جاري کړي چې د علي بابا او چاليس چور علاوه چې هر څوک په نړۍ کي د سوپر پاور کيدو دعوه کوي، دعوه يې باطله ده. دا ځکه چې هم دوی او د دوی خراختلاس او نورې بېنظيره نخرې وې چي د پورتنۍ کيسې د کليوال د لويو نال لرونکو بوټونو د پر سينه ګوزارونو په شان وې، چې بلآخره يې د نړۍ تر ټولو بډای هيواد او تر ټولو لوی نظامي او «پايلوچ» قدرت مجبور کړ چې ووايي: «غول مو خوړلي دي.»

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د جولای ۲۱ نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page