آن اکثريت ليک لوستي کسان هم نه په طنز او نه يې په اهميت او ارزښت پوهيږي

 زما شخصي برداشت دا دی چې زموږ په ټولنه کې آن اکثريت ليک لوستي کسان هم نه په طنز او نه يې په اهميت او ارزښت پوهيږي. ښايي همدا وجه ده چې په پښتو ژبه کې هم باکېفيته طنز ليکونکي او هم باکېفيته طنزې ليکنې کميابه دي. حال دا چې طنز په زیاته زموږ په ټولنه کې تر بل هر وخت مهم او اړين دی. خو هغه څوک چې په پښتو ژبه د پښتنو لپاره طنز ليکي، نو ډېر لوی قمار هم وهي. دا ځکه چې يو خو عموما د دغې ټولنې تقريبا هر فرد او تقريبا هره برخه يا ډله په دې خوشفهمي کې مبتلا وي چې ګواکې په هر څه کې په تول پوره او آن تر هر چا بالا او هسکه ده.  غوږونه يې د تکراري او غېر مدللو خو مثبتو قصيدو او توصيفونو سره تر داسي لويې اندازې اشنا او حتی معتاد شوي وي، چې له کبله يې د طنز په هنداره کې د خپل اصلي مخ پېژندلو ته هيڅ زړه او حوصله نه کيږي.  دويمه دا چې زيات هغه کسان چې ليک او لوست يې زده کړی دی، فکر کوي چې په رشتيا ليک او لوست کولای هم شي او يا دا چې دوی په رشتيا هم «ليک لوستي» دي.
طنز څه شی دی؟

طنز د ادبياتو او هنر هغه برخه ده چې له تخنونې، کنايې، مبالغې يا تمسخر څخه په کاراخيستنه او د اصلاح په مقصد د اشخاصو، ادارو يا ټولنيزو موضوعاتو کمزورۍ او نيمګړتياوي روښانه او نمايداره کوي.

د طنز په وړاندې ممکنه منفي غبرګونونه
دا چې طنز انتقاد کوي او پکښې په تعريف کې ياد شوي اوزار استعمالوي، نو ښايي طنز بعضي منفي غبرګونونه هم راوپاروي لکه:
غم او غوسه: دا چې طنز اکثره وختونه د اشخاصو او ډلو منفي اړخونه مطرح کوي، نو ښايي دغه اشخاص او ډلې دا د ځانونو سپکاوی او ورباندي د لفظي بريد په معنی واخلي او له دې کبله په غوسه شي.
دفاعي حالت: هغه اشخاص يا ډلې چې په يو طنز کې په نخښه شوي وي، هغوی ښايي په دفاعي حالت کې شي او د خپلو هغو اړخونو دفاع او توجيه شروع کړي، چې په طنز کې ورباندي تنقيد شوی وي. په دې ترڅ کې ښايي هغوی د طنز دقيقوالی تر پوښتنې لاندې راولي.
نه منل او رد: بعضي اشخاص ښايي طنز غېر مربوط، غير متناسب او  بې نتيجې وبولي او په طنز کې د شوي تنقيد له ملاحظې څخه ډه ډه وکړي او طنز رد کړي.
سانسور او تعقيب: هغه طنز ليکونکي چې پر باقدرته سرچينو يا پر عامو اوهامو يا باورونو  تنقيد کوي، نو د سانسور او تعقيب سره مخامخ کېدلای شي. چارواکي يا سازمانونه  يا ولس کېدلای شي کوښښ وکړي چې د تنقيد د مخنيوي په مقصد د طنز ليکونکي خوله ور پټه کړي.
غبرګون او جوابي عمل: په بعضو موضوعاتو کې طنز د غبرګونونو او جوابي عملونو سبب ګرځېدلای شي. د مثال په توګه په محکمه کې، په خواله رسنيو کې او يا هم په مجموع کې د طنز ليکونکي پر ضد کمپاين چلول کېدلای شي.
ناسم تعبير: طنز د سوی تفاهم، د غلطې معنی اخيستنې او د ناسم تعبير اخيستنې او په دې توګه د غيرارادي پايلو سبب هم کېدلای شي. بعضي وخت بعضي کسان طنز جدي نيسي چې له کبله يې ناسم او غير دقيق معلومات خپرېدلای شي.
د واټنونو رامنځته کېدنه: طنز د عام ولس تر منځ د فاصلې او مخالفتونو د زياتېدلو او په دې توګه په ټولنه کې د مخالفتونو د زياتېدلو هم لامل کېدلای شي.
سرچپه اغېز: د دې پر ځای چې د غير سالمو عملونو يا اشخاصو نيمګړتیاوې خلکو ته ور وپېژني، طنز بعضي وخت د دې سبب هم ګرځېدلای شي چې تنقيد شوي عملونه او اشخاص لا زيات پلويتوب او ملاتړ ترلاسه کړي.

دا چې طنز پورته ياد شوي منفي نتايج هم د ځان سره لرلای شي، نو بيا د طنز کولو او ليکلو اړتيا په څه کې ده؟ د يادو ممکنه منفي غبرګونونو د راپارولو باوجوده طنز د ټولنې پر ناوړه دودونو، کړنو، عادتونو، بې انصافيو او ظلمونو باندې د تنقيد او په دې توګه د اصلاح د رامنځته کولو لپاره يو ډېر مهم اوزار دی. طنز  غير سالم خو مروج جوړښتونه او افکار تر سوال لاندې راولي او د جمود په حالت کې واقع ټولنه کې د پرمختګ پر لور تحرک راولي. د دې تر څنګ طنز خلک دې ته هڅوي چې پر مهمو موضوعاتو بحث وکړي، باوجود د هغه که ورباندې بحث کول آن د تکليف سبب هم وي. طنز اشخاص، سازمانونه او ټولنې دې ته هڅوي چې په هنداره کې د خپل مخ داغونه وپېژني، ويې مني او ويې رغوي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د جولای ۲۲ نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page