د خوشحال بابا په تصور افغانان او د هغوے حکمرانان او مشران بايد څنګه وي؟

 د خوشحال بابا په تصور افغانان او د هغوے حکمرانان او مشران بايد څنګه وي؟ ښايي په غيرمستقيمه توګه موږ د دغې پوښتنې جواب د خوشحال بابا په يو شاهکار کتاب کې پيدا کړو. بابا د نثر په خپل شاهکار کتاب «دستارنامه» کښې پېل په دې شعر کړے چې فرمايي: 
چې دستار تــړي هزار دي
د دستار سړي په شمار دي
بابا په بيګناهۍ په جيل کې د خپل وخت تېرولو پر وخت د ژوند له نورو ټولو مسؤليتونو او بوختياوو خلاص و او پوره وخت يې درلود چې د «دستار د سړي» په هکله خپل فکر وکړي او خپله تجربه او خپل ټول علم په کار واچوي او درياب په کوزه کې بند کړي او ورته د دستارنامې نوم ورکړي. 
په دستار نامه کې شل هنرونه بيان شوي دي چې هر هغه څوک چې د دستار دعوه کوي، بايد په ځان کې يې ولري او يا يې بايد زده کړي. البته دغه هنرونه اوس هم په نړۍ کې شته، نومونه او طرزونه يې ښايي تغير شوي وي خو اهميت يې پر ځای پاته دی. لکه د «آس چلونې هنر» چې اوس يې موږ د نقليه وسايطو د چلولو هنر بللای شو، لکه بايسکل، موټر سايکل او د موټر چلول...
خوشحال بابا د اميرانو، پاچهانو او مشرانو لپاره شل خصلتونه ياد کړي دي چې لرل يې مشرانو ته حتمي دي. که د افغانستان تاريخ ته وګورو او بيا د خوشحال بابا د حتمي بلل شوو شلو خصلتونو مطالعه وکړو، نو ښايي زيات داسي خصلتونه پيدا کړو چې زموږ مشرانو نه لرل. ايا که يې دغه خصلتونه لرل، نو زموږ تاريخ به بل شانته او مثبت تره استقامت خپل کړے نه وے؟ هر څوک دې يې پخپله ځان ته جواب کړي.
زه به د خوشحال بابا د دستارنامې د شلو هنرونو او شلو خصلتونو فهرست ستاسو سره شريک کړم. د بابا په وينا هنرونه او خصلتونه خو زښت زيات دي، خو دغه يې هغه حتمي هنرونه او خصلتونه دي. تاسو لاندني ليسټ ته وګورئ او له ځان څخه پوښتنه وکړئ چې که تاسو او ستاسو اولادونو ته دغه شل هنرونه او بيا ستاسو مشرانو ته دغه شل خصلتونه په برخه شي، نو به څنګه وي؟
شل هنرونه:
١ـ د ځان د معرفت هنر 
٢ـ د علم هنر
٣ـ د خط هنر
٤ـ د شعر هنر
٥ـ د تير اندازۍ هنر
٦ـ د اۤب بازۍ هنر 
٧ـ داۤسپ تازي هنر 
٨ ـ د ښكار هنر 
٩ـ د شجاعت هنر 
١٠ـ د سخاوت هنر 
١١ـ د ازواج د معاشرت هنر 
١٢ـ د اولاد د تربيت هنر
١٣ـ تاديب خدم د توابع لواحق
١٤ـ داسباب دمعيشت هنر
١٥ـ د زراعت هنر
١٦ـ د تجارت هنر
١٧ـ د تحقيق د نسب هنر
١٨ـ د علم موسيقۍ هنر 
١٩ـ د نر د شطرنج هنر
٢٠ـ د نقاشۍ د تصوير هنر
شل خصلتونه:
۱ ـ  خصلت د مشورت
۲ ـ  خصلت دعزم
۳ ـ  خصلت دخاموشۍ
۴ ـ  خصلت د راستۍ
۵ ـ  خصلت د شرم وحياء
۶ ـ  خصلت دخُلقت
۷ ـ  خصلت دمروت
۸ ـ  خصلت د عفوو كرم
۹ ـ  خصلت د تميزتاني
۱۰ ـ  خصلت د عدل و انصاف
۱۱ ـ  خصلت د توكل
۱۲ ـ  خصلت د تربيت او شرم دخپل نوازش
۱۳ ـ  خصلت د خوف ورجاء
۱۴ ـ  خصلت د ملك انتظام
۱۵ ـ  خصلت د همت
۱۶ ـ  خصلت د حلم
۱۷ ـ  د غېرت
۱۸ ـ  د جزم واحتياط
۱۹ ـ  خصلت د ورع داطاعت دعبادت
۲۰ ـ  خصلت د استغفار
داسې يو دولت چې ولس يې حد اقل له يادو شلو هنرونو او مشران يې له يادو شلو خصلتونو څخه برخمن وي، هغه به څنګه دولت وي؟


احمدولي اڅکزے، د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر ۲۷ نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page