زما د نيکونو د ټاټوبي توبه اڅکزۍ د يوې پښې/زي/کهول د خان سره په يو مجلس کې مخامخ شوم.

 زما د نيکونو د ټاټوبي توبه اڅکزۍ د يوې پښې/زي/کهول د خان سره په يو مجلس کې مخامخ شوم. ورڅخه پوښتنه مې وکړه چې ايا اوس هلته ښوونځي/سکولونه جوړ شوي دي که نه؟ هغه راته وويل هو، ښوونځي جوړ شوي دي. ما ويل په کوم شمېر زده کوونکي پکښې سبق وايي. ويل ښوونځي خو بند دي. ما ويل ولې؟ ويل ځکه چې ملازمين تنخواوې اخلي او کار ته نه راځي...
يو چا راته وويل چې د ټولې سهيلي پښتونخوا په ليرې پرتو سيمو کې همدا حال دے. نه ښوونکے/معلم/ټيچر او نه هم ډاکټر/نرس خپل کار ته حاضر کيږي.
ما د توبې دغه سړي ته وويل تاسو چې چا ته په ټاکنو کې رايې ورکوئ، هغه ولې د دې علاج نه کوي؟ هغه وخندل ويل موږ سړکونه نه لرو چې خپلې مېوې بازار ته په يوسو، نو نور به دوے څه راکړي. ما ويل ولې ورته نه واياست چې که سړکان درجوړوي نو رايه به ورکړئ، که يې نه جوړوي نه يې ورکوئ. ويل نه کيږي، ځکه چې زما ګاونډي راسره په دې کې مرسته نه کوي.
وروسته د محفل يو بل کس راته وویل چې د دغه خان کور کې هم دوه کسان په دولتي ملازمت اخته دي، خو کار ته نه حاضر کيږي.
داسي نه ده چې د پښتنو او بلوڅانو سيمو ته دې پيسې نه ورکول کيږي. که لږ هم دي، خو ورته پيسې ورکول کيږي، خو سياستوال او ځايي خلک يې په خپلو نسونو کې اچوي، زهر دي يې شي.
شکر چې باچا نه يم، کنه ډېر انسانان به مې د لښتې په شان سيده کړي وے.
بيا نو وايي، «زما لويه ګناه دا ده چې پښتون يم»

احمدولي اڅکزے، د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر ۲۸ ڼېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page