ټيزر

 شعور، پوهه او تمدن يو ملت ته ...

صرف په يو نسل سره نه راځي، بلکه بايد څو نسله پرله پسې باشعوره، پوه او متمدن وروزل شي تر هغو چې يو ملت ياد څيزونه په هډ واخلي. که داسي نه وي، نو بېلګې يې وينو چې د بې شعوره، ناپوه او غير متمدن ملت آن پوهاند، ډاکټر، ښوونکی، ملا او آمر او مشر په خپل ځان کې د ټولنې منفي اړخونه، عادتونه او افکار په لږه يا ډېره اندازه د ځان سره ساتي.
له بل اړخه تاريخ هر ولس ته خپل چانسونه ورکړي دي او که يو ولس ژوندے وي نو تل يې د يو ډېر ښه چانس په لاس ورتلو امکان موجود وي. کوم ولس چې باشعوره او پوه وي نو د تاريخي چانس په لاس ورتللو پر وخت د درستې او صحيح فيصلې کولو جوګه او د هغې د عملي کولو ظرفيت او وړتيا هم ورسره وي او هم يې د ساتلو امکانات لري.


___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page