د داؤد نبي د زوی نوم سليمان ؤ
جانشين دی د خپل پلار ډېر باايمان ؤ

منظوم قصص الانبياء ـ ۲۰مه برخه
سليمان (ع)
ليکوال: احمدولي اڅکزی

د داؤد نبي د زوی نوم سليمان ؤ
جانشين دی د خپل پلار ډېر باايمان ؤ
رب ورکړی سليمان ته نبوت ؤ
بل ورکړی يې بې ساری بادشاهت ؤ
د ده امر ته تابع ول چي جنان ول
حيوانان د ده تابع هم انسانان ول
هم هوا باندي کول به ده امرونه
هم تابع يې ول لوی لوی ستر لښکرونه
خو مشکور هغه بنده د پاک سبحان ؤ
يو صالح هغه نبي له صالحان ؤ
داسي نکل يې راغلی دی قرآن کي
په سورة کي د النمل په فرقان کي
يوه ورځ هود هود مرغه چي غير حاضر سو
و راتګ ته يې نبي چي منتظر سو
نو يې وويل نبي دی به حلال کړم
يا سزا به ورته ور په استدلال کړم
خو که راوړي هود هود ماته خبرونه
نو اصلاح به کړي خپل تېر ناسم کارونه
هود هود راغلی چي ناوخته په بيان سو
د يمن هيواد په هکله دی ګويان سو
ويل بخښه ماته وکړه سليمانه
اې نبي د پاک سبحان سخي پرېمانه
ما راوړي دي نن تاته څو حالونه
له سبا سيمي چي پراخ يې دي طولونه
داسي ښځه ده پر هغه حکمرانه
نوم بلقيس لري ملکه رشتيا کامرانه
پلاز يې پراخ او هم زیات جګ دی بې نظير دی
رب ورکړی هر نعمت ورته کثير دی
خو بلقيس او د دې قوم ټول کافران دي
توحيد نه مني دوی داسي منکران دي
لمر جوړ کړی يې خپل خدای دی په سجده دي
د شيطان پر لار روان داسي ساده دي
سليمان نبي ويل دا به معلوم کړم
که درواغ ؤ دا خبر تا به محکوم کړم
ليک يې وليږئ بلقيس ته سليمان دا
پر واحد الله چي راوړي ژر ايمان دا
او بيا راسي سليمان ته سي حاضره
فيصلې ته د نبي بيا منتظره
بلقيس ولېږل مالونه په جواب کي
قيمتي څيزونه زيات په دې اسباب کي
سليمان د خدای نبي ؤ تقوادار ؤ
نه د مال نه د دنيا دی هوادار ؤ
دا ؤ دا نبي قاصد ته په بيان سو
دې سړي ته سليمان داسي ګويان سو
په شان ستاسو په مالو نه خوشالېږم
زما دعوت که قبول نه کړئ لښکر لېږم
لښکر داسي چي به تاسو ډېر قليل کړي
زور به مات کړي درته تاسو به ذليل کړي
دا پیغام چي بلقيس واورېد رارهي سوه
اندېښمنه له جګړې دا ښه سهي سوه
نبي وپوښتل چي څوک به دا بخت راوړي
راتلو مخکی د بلقيس چي يې تخت راوړي
يو ماهر جن ويل ته چي ولاړيږې
زه به راوړم درته تخت چي ته ښورېږې
د کتاب علم لرونکی بل ګويان سو
و نبي خپل سليمان ته په بيان سو
زه به راوړم درته تخت په رپ د سترګو
امر ستا به زه منم په سترګو غبرګو
تخت چي راغلی په شکرو بيا سليمان سو
په ثنا او حمد ويلو ډېر پرېمان سو
بيا يې امر وکړ لږ شان يې تبديل کړئ
په دې تخت کي تاسو لږ شانته تعديل کړئ
غواړم عقل د بلقيس ځان ته معلوم کړم
ځان خبر يې په قضا او په علوم کړم
بلقيس کله چي حاضره سوه دربار ته
فکر يووړه دې عجب غوندي يو کار ته
پلاز د دې د پلاز په شان هلته حاضر ؤ
نبي چيري چي و دې ته منتظر ؤ
بې نظيره يې هم وليدل قصرونه
جلبول چي يې و ځان ته ټول نظرونه
په يو قصر کي ښېښه ول ټول فرشونه
څه عجب عجب لرل هغه نقشونه
تر شفاف فرش لاندي پاکي بهېدلې
اوبه صافې ترې نه لاندنې تېرېدلې
په اوبو کي ښکلي ښکلي زيات کبان ول
د جذاب رنګين پوستونو صاحبان ول
له بلقيس څخه نور هېر خپل شان شوکت سو
د ايمان پر لور يې ځکه حرکت سو
پر واحد الله يې راوړل ايمانونه
بيا ولس ته يې جاري کړل فرمانونه
چي ايمان پر واحد رب راوړي مالک دی
شريک نه لري هغه څوک چي خالق دی
بلقيس وروسته سليمان ته په نکاح سوه
دا څښتنه د ايمان او بافلاح سوه
بې مثال چي د نبي لو پاچهي وه
خوشحالي پکښي ښه زياته او سهي وه
پوه کوونکي شيطانان که سحرګر ول
ممنوع سوي د ده وخت کي جادوګر ول
دې نبي ته خدای ورکړی زيات حکمت ؤ
ډېر عادل ؤ بې مثال يې قضاوت ؤ
د اقصی مسجد بنياد ايښي يعقوب ؤ
ځای معلوم دغه هميش ورته منصوب ؤ
د کعبې وروسته دويم چي مقدس دی
د اقصی مسجد رشتيا چي زيات اقدس دی
د يعقوب له نسله چا چي بيا آباد کړ
دا مسجد جوړ سليمان او هم کُشاد کړ
تر څلوېښت کالو اوږده يې واکني وه
په دوره د سليمان کي با امني وه
تر پنځوسو چي يې کله عمر زيات سو
عزرائيل ورته حاضر په هدايات سو

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د مارچ ۲۴مه نېټه، بون
 

د منظوم قصص الانبيا نور نکلونه پر لاندني لينکونو لوستلای سئ:

ــ د منظوم قصص الانبيا کتاب چاپ سو https://bit.ly/38UQkAa
۰ ـ د ليکوال څو خبري https://bit.ly/2PuohRE
۱ ـ الله څوک دی؟ https://bit.ly/2gdGwu6

۲ ـ ملايکي جنان او ابليس https://bit.ly/2Nh6pUh

۳ ـ سيدنا آدم ع https://bit.ly/2zNe496

۴ ـ قابيل، هابيل او شيث ع  https://bit.ly/2pEQ5Du

۵ ـ ادريس ع https://bit.ly/2OotmKl

۶ ـ نوح ع https://bit.ly/2yyDs0C

۷ ـ هود ع https://bit.ly/2OvJDO1

۸ ـ صالح ع https://bit.ly/2An7TJv

۹ ـ ابراهيم اسمعيل او اسحق ع https://bit.ly/2PpqoGc

۱۰ ـ لوط ع https://bit.ly/2QM2H7z

۱۱ ـ شعيب ع https://bit.ly/2PBgmlu

۱۲ ـ يعقوب يا اسرائيل ع https://bit.ly/2OYfS3s

۱۳ ـ يوسف ع https://bit.ly/2ByNNMD

۱۴ ـ ايوب ع https://bit.ly/2B2RokJ

۱۵ ـ يونس ع https://bit.ly/2SDtbbI

۱۶ ـ موسی ع https://bit.ly/2S9QRVH

۱۷ ـ يوشع بن نون ع https://bit.ly/2Rlveo1

۱۸ ـ خضر ع https://bit.ly/2Fhes2s

۱۹ ـ شمويل ع، طالوت و جالوت، داؤد ع https://bit.ly/2CuBilx

۲۰ ـ سليمان ع https://bit.ly/2OogmRL

۲۱ ـ عيسی ع، زکريا ع او يحی ع https://bit.ly/2FoqaHl

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page