عمران ډېر يو نيک سړی ؤ پرهېزګار ؤ
دی په قوم د اسرائيل کي ښه نامدار ؤ

منظوم قصص الانبياء ـ ۲۱ مه او آخرنۍ برخه

عيسی (ع)، يحيی (ع) او زکريا (ع)

ليکوال: احمدولي اڅکزی


عمران ډېر يو نيک سړی ؤ پرهېزګار ؤ
دی په قوم د اسرائيل کي ښه نامدار ؤ
نوم د ده د ښځي حنه دا صالح وه
دغه ښځه وه خوشبخته باطالع وه
حامله چي وه حنه نو يې وعده کړه
و خپل رب ته يې ظاهره اراده کړه
چي اولاد خپل به دا وقف کړي لوی مالک ته
و چوپړ او و خدمت دين د خالق ته
خو هلک نه ؤ انجلۍ وه چي پيدا سوه
پر ماشومي خپله مور ډېره شيدا سوه
عمران مړ ؤ او حنه وه ډېره ژمنه
وعده خپله يې پوره کړله پتمنه
حنه وسپارله لور چي وه ماشومه
و مسجد ته دا کوچنۍ نجلۍ معصومه
دا چي څوک به هغه پالي پر اسرار سو
د نيکانو مشرانو پر تکرار سو
ځکه دا د دوی له پاره افتخار ؤ
عمران ډېر نيک يو سړی د دوی سردار ؤ
وروسته پچي زکريا د دې کفيل کړ
د مريمي پرورش ته يې وکيل کړ
د عيسی نبي تر مخه اسرائيل کي
زکريا ؤ يو نبي دې قبايل کي
د مريمي د مور خور يې په نکاح وه
کومه نېکه چي بنده د پاک الله وه
بعضي وايي د نبي د کور مېرمنه
مشره خور وه د مريم ښه پتمنه
په خلوت کي به هميش بي بي مريم وه
په کم عمر دا محراب کي به هر دم وه
دا محراب ځانګړی سوی ؤ و دې ته
بل څوک نه ورتلی دې ځای ته و پردې ته
مريم تل به وه مصروفه عبادت کي
يا مسجد کي پر معلوم وخت په خدمت کي
د مريمي مثال نه ؤ عبادت کي
په تقوی کي او په عجز سعادت کي
زکريا چي د دې خپل ؤ نګهبان ؤ
په مسجد کي د مريم چي مېزبان ؤ
ده ليدلې به مېوې وخت او ناوخته
بې موسمه چي به وې د مريم مخته
زکريا ويل مريمي دا له چا دي
بې موسمه دا مېوې له کومیخوا دي
مريم وويل الله چي لوی رازق دی
ماته هم رزق رالېږي چي زموږ خالق دی
زکريا چي ډېر سپينږری ؤ او پير ؤ
اولاد نه درلود هغه لږ څه زهير ؤ
د مريم د رزق په راز چي کله پوه سو
و خپل رب ته په دعا او په سجدو سو
چي رب ورکړي ده ته زوی چي يې وارث سي
په اعمالو کي چي نيک د کور حارث سي
دا ؤ وسو پر ده زېری چي به ورکړي
پاک الله به نر بچی و ده ته ورکړي
ده ويل ښځه مي وچه او زه پير يم
ممکن څنګه دی اولاد کوږ چي پر تير يم
امر وسو چي به کيږي او کوي تل
څه چي غواړي هغه کړي لوی رب قوي تل
سل کلن ؤ چي الله ورته عطا کړ
زوی يحیی يې په پيري چي ده پيدا کړ
جبرايل راغلی مريمي ته ګويان سو
د عيسی نبي په هکله په بيان سو
چي له دې څخه پيدا به روح الله سي
معزز دغه نبي به مسيحا سي
مريم وويل چي ولي به زوی وسي
مسح کړې هيڅ بشر نه يم په مسحي
فرشتې ويل الله لره آسان دی
بېله پلاره پيدايښت چي د انسان دی
پاک لمنه مريم هله حامله سوه
په مېرمنو کي مېرمن دا کامله سوه
بېله پلاره له باکري مور پيدا سو
د عيسی دا پيدايښت لو معجزا سو
چي خبر سول په ماشوم خلک حيران سول
بد ويونکي دوی و لور ته د عمران سول
خو عيسی نبي په غيږ کي په بيان سو
نوزايده دغه ماشوم دوی ته ګويان سو
زه بنده د پاک الله د پاک خالق يم
هم کتاب لرم نبي د لوی مالک يم
لمونځ زکات به زه کوم تر څو ژوندی يم
بل تعظيم کي به د مور تل ګړندی يم
درې نبيانو باندي دغه پېر احيا ؤ
يو عيسی بل زکريا او بل يحیی ؤ
امر وسو پر يحیی چي دعوت وکړي
دی و خلکو ته يې ښه په قوت وکړي
دې نبي چي ژر عمل باندي ونکړ
عيسی ځکه داسي عرض و ده ته وکړ
يا پيغام د رب ته يوسه تر وګړو
يا به زه وکړم دا کار د ښو ښېګڼو
يحیی وويل بيرېږم چي ناراض سي
رب به زما څخه خوابدی په دې راز سي
دا ؤ وبلل يحیی خلک اقصی ته
د خپل وخت دغه لوی ځای و شناسا ته
يحیی وويل نن واورئ دا امرونه
تاسو ټول به يې کوئ دغه کارونه
شريک مه نيسئ الله ته چي مالک دی
عبادت يې په لمونځ وکړئ چي خالق دی
روژه ونيسئ چي تاسو ته پاکي ده
صدقه ورکړئ چي تل درته باقي ده
بل کوئ تاسو هميش د رب اذکار ښه
در به سي دغه اعمال ستاسو په کار ښه
رب ورکړي و عيسی ته معجزې وې
داسي څو چي بې مثال بې اندازې وې
په خاورين مرغانو کي به ساه پوکل ده
هم به مړي يې له مرګ ژوندي کول ده
صرف په مسح به ړانده عيسی بينا کړل
په درشل د مرګ مريض به يې شفا کړل
د عيسی ابن مريم د ژوند کالونه
درې دېرش کله چي پوره يې سول سالونه
يوې ډلې يهوديانو عرض پر وکړ
و پاچا ته يې د ده شکايت وکړ
کله راغلل چي سپايان عيسی له پاره
څو چي بوزي دا نبي د دار پر لاره
بل يو کس هلته عوض کي يې موجود ؤ
د عيسی په شان يې مخ او هم وجود ؤ
دا سړی څوک چي په شکل د نبی ؤ
عيسی نه ؤ بلکه بل څوک اجنبي ؤ
همدغه سړی ورپورته سو صليب ته
عيسی پورته سو ژوندی و خپل حبيب ته
په آخر زمان به بيا راکښته کيږي
د عيسی په لاس دجال به وژل کيږي
وخت يو راغلی چي پاچا شهيد يحیی کړ
نورو خلکو بيا شهيد پلار زکريا کړ
د دوی وروسته بيا نبي آخر زمان ؤ
محمد ص باندي رحمت د پاک رحمن ؤ

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د مارچ ۲۵مه نېټه، بون


د منظوم قصص الانبيا نور نکلونه پر لاندني لينکونو لوستلای سئ:

ــ د منظوم قصص الانبيا کتاب چاپ سو https://bit.ly/38UQkAa
۰ ـ د ليکوال څو خبري https://bit.ly/2PuohRE
۱ ـ الله څوک دی؟ https://bit.ly/2gdGwu6

۲ ـ ملايکي جنان او ابليس https://bit.ly/2Nh6pUh

۳ ـ سيدنا آدم ع https://bit.ly/2zNe496

۴ ـ قابيل، هابيل او شيث ع  https://bit.ly/2pEQ5Du

۵ ـ ادريس ع https://bit.ly/2OotmKl

۶ ـ نوح ع https://bit.ly/2yyDs0C

۷ ـ هود ع https://bit.ly/2OvJDO1

۸ ـ صالح ع https://bit.ly/2An7TJv

۹ ـ ابراهيم اسمعيل او اسحق ع https://bit.ly/2PpqoGc

۱۰ ـ لوط ع https://bit.ly/2QM2H7z

۱۱ ـ شعيب ع https://bit.ly/2PBgmlu

۱۲ ـ يعقوب يا اسرائيل ع https://bit.ly/2OYfS3s

۱۳ ـ يوسف ع https://bit.ly/2ByNNMD

۱۴ ـ ايوب ع https://bit.ly/2B2RokJ

۱۵ ـ يونس ع https://bit.ly/2SDtbbI

۱۶ ـ موسی ع https://bit.ly/2S9QRVH

۱۷ ـ يوشع بن نون ع https://bit.ly/2Rlveo1

۱۸ ـ خضر ع https://bit.ly/2Fhes2s

۱۹ ـ شمويل ع، طالوت و جالوت، داؤد ع https://bit.ly/2CuBilx

۲۰ ـ سليمان ع https://bit.ly/2OogmRL

۲۱ ـ عيسی ع، زکريا ع او يحی ع https://bit.ly/2FoqaHl

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page