source of image: https://bit.ly/2Ixppza
source of image: https://bit.ly/2Ixppza

له لفظونو څخه يو لفظ د *«حِمار» ؤ
له خندا څخه پر شين هر يو خمار ؤ

ليري پروت کلي کي خلاصه مدرسه وه
زيات هلکانو ته د علم کنيسه وه
يوه ورځ چي يې ويل هلته درسونه
په لسان کي د عرب چي دوی کورسونه
نو يې زده کړل څو لفظونه لغتونه
ح حلوا هغوی لرل ژور صوتونه
له لفظونو څخه يو لفظ د *«حِمار» ؤ
له خندا څخه پر شين هر يو خمار ؤ
په خندا خندا روان چي ول کوڅه کي
د شوخۍ کيکه يې پاته وه پايڅه کي
دا ؤ پام يې سو زړې يوې بوډۍ ته
چا چي سوال کاوه د خير ګولې ډوډۍ ته
دې هلکانو ور نعرې کړې چي بيمارې
چيري ځې چيري روانه يې حمارې
بوډۍ فکر وکړ دوی پر مهربان دي
ښه هلکان هغوی د علم صاحبان دي
بوډۍ وويل بچيانو زه نهاره
په نس وږې يم خو نه يمه حِماره
دا چي تاسو پر کتاب باندي پراته ياست
کرۍ ورځ يې په لوستلو په کاته ياست
له کتاب څخه چي زبېښئ پوهه زياته
بيا عمل کي يې ساتئ داسي حياته
خپل کردار ته چي اوس داسي معماران ياست
تاسو خپله په رشتيا چي حِماران ياست

بې فايدې ده بې فايدې ده داسي پوهه
چي عمل کوي بيا هم جاهل ناپوهه
هر عالم چي بدعمل او بدکردار وي
دی په مثل د يو خر په کتب بار وي

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د اپريل ۱۴مه نېټه

 

* حمار = خر

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page