تور يې چاپير موسی يې ورک بلاګردان
شونډي تشتنه سترګي ساغر حُر حُر رندان

 
تور يې چاپير موسی يې ورک بلاګردان
شونډي تشتنه سترګي ساغر حُر حُر رندان

حجر اسود جوړ دی اصنام شهرګ دی هېر
کعبه ځپي قبله پر مخ ټول عابدان

وصال هدف جانان منزل عاشق د عشق
پتنګان بل شمع جنت بل آتشدان

خاشاک جسد خاوري ايرې ويني د زړه
نيلام روان ګرم بازار د هر وجدان

درب درب د زړه ساندي غوغا د صور سورنا
احساس لحد هيله برزخ اتڼ ميدان


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر ۷مه نېټه، بون

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page