چټک، ارزانه، خو بې کفايته ژورناليزم (شپږمه برخه)

چټک، ارزانه، خو بې کفايته ژورناليزم
(شپږمه برخه)
ليکونکی: احمدولي اڅکزی

 

درواغ خبرونه (Fake News) څنګه وپېژنو؟

د خواله رسنيو د عامېدو سره د درواغو خبرونو يا «فېک نيوز» پدېدې هم پراختيا موندلې ده. فېک نيوز د متن، انځور يا ږغ او ويډيو له لاري خپرېدلای سي. دا چي ايا يو خبر درواغ او اختراع سوی دی که نه، ښايي په ارزونه کي يې لاندني څو اقدامات ستاسو سره مرسته وکړي:

۱ ـ په مجموع کي خوشباوره مه اوسئ

که يو خبر هر څومره په زړه پوري هم وي، تاسو کوښښ وکړئ چي په سمدلاسه توګه ورباندي اعتبار او اعتماد ونه کړئ بلکه تر تنقيدي سوال لاندي يې راولئ. دا په دې معنی چي له اوله سره خوشباوره مه اوسئ. په زياته بيا که کوم خبر زښت زيات له منطق او امکان څخه ليري، له مبالغې ډک او عجب درته معلوم سي نو يې په سمدلاسه توګه زړه ته مه اچوئ بلکه ورباندي رغنده شک ولرئ. لاندني خبرونه د فېک نيوز يا اختراع سوو خبرونو بېلګي کېدلای سي:

«رولا غني په ارګ کي د ملينونو ډالرو په ارزښت کليسا جوړوي»
«جهادي مشرانو خپلې ټولې شتمنۍ يتيمانو ته وبخښلې»
«ترامپ مسلمان سو»

۲ ـ اصلې منبع معلومه کړئ

له دې مخکي چي تاسو يو خبر رشتيا وبولئ نو يې اصلي منبع ځان ته معلومه کړئ. هغه خبرونه چي ورسره منبع يې نه وي ليکل سوې د باور وړ نه وي. اکثره معلومات چي په زياته پر انټرنټ خپريږي په مسلکي توګه پسي څېړنه او پلټنه نه وي سوې او که يې معلومات اختراع کړي هم نه وي نو نقل قولونه او د معلوماتو منبع يې بې باوره کيدلای او په دې توګه په غير مستقيمه توګه درواغ او غلط کيدلای سي.

يو شمېر هغه نوم لرونکي او مشهوري رسنۍ چي مسلکي کسان ورته کار کوي، تر زياتي اندازې کوښښ کوي چي حتی په تېروتنه کي لا هم ورڅخه اختراع سوی خبر تېر نه سي. يعني دغه رسنۍ خو اختراع سوی خبر په قصد نه خپروي چي نه يې خپروي بلکه له نورو منابعو له خوا ترلاسه سوي معلومات هم د اصولو له مخي اول ارزيابي کوي او بيا يې خپروي. دا د دې له پاره هم چي نه غواړي شهرت، پرستيژ او اعتبار ته يې زيان ورسيږي ځکه چي همدغه اعتبار د دوی د بقا له پاره مهم وي. د بېلګي په توګه که بي بي سي، نيويارک ټايمز، لې موند يا ورته کومه رسنۍ يو خبر خپور کړي نو که حتی طرف نيونکی هم وي خو اختراع سوی به نه وي.

که يو غير مشهورې او نامعلومې منبع د يوې معتبري منبع يا رسنۍ په حواله خبر خپور کړی وي نو د اړونده منبع يا رسنۍ اصلي او رسمي انټرنټ پاڼه يا سوشل ميديا پاڼه کي پسي لټون وکړئ. دا د دې له پاره چي زيات وختونه غلط او اختراع سوي د رسنيو يا ورته منابعو نقل قولونه هم خپريږي.

۳ ـ نور منابع پسي ولټوئ

که تاسو په يوه منبع کي يو خبر ولولئ نو کوښښ وکړئ چي په نورو منابعو کي يې هم لټون وکړئ. که پر يو وخت دوو يا درو معتبرو منابعو يو خبر خپور کړی وي نو په لوی احتمال اختراع سوی خبر نه د ی.

۴ ـ انځورونو او ويډيو ګانو ته د شک په سترګه وګورئ

فوټو شاپ او ورته د انځورونو پروګرامونو په مرسته انځورونه په ډېره آسانه توګه داسي بدلېدلای او پکښي لاس وهل کيدلای سي چي سترګو ته حقيقي معلوم سي. دلته هم د متن په شان د مبالغې، امکان، منطق او غير عادي والي اصول مرسته کولای سي چي څوک درواغ انځور يا درغلي سوی انځور وپېژني.

که لاس پکښي وهل سوی انځور له ګوګل يا بلې انټرنټ پاڼي څخه اخيستل سوی وي نو د بېلګي په توګه کولای سئ چي دغه انځور و images.google.com او يا ههم www.tineye.com پاڼي ته اپلوډ کړئ او هلته په ورته انځورونو پسي لټون وکړئ. که دغه انځور په بل شکل بل چيري خپور سوی وي نو تاسو به يې ومومئ او په دې توګه به درته د اړونده انځور جعليتوب درته څرګند او معلوم سي.

۵ ـ مکان، وخت او زمان کنټرول کړئ

زيات وختونه د مخکنيو حقيقي متن ږغ يا ويډيويي خبرونو، راپورونو او يا ورته معلوماتو څخه د اختراع سوو خبرونو د خپرولو په ترڅ کي کار اخيستل کيږي. دا په دې معنی چي يو زوړ متن يا زوړ خبر را اخيستل کيږي او په داسي توګه خپريږي لکه ګواکي دمګړی چي واقع سوی وي. دا هم د اختراع سوي خبر يوه بڼه کيدلای سي. دا په دې وجه چي د خبر موضوع یوازي مهمه نه وي بلکه دا هم مهمه وي چي په کوم زماني يا د وخت په چوکاټ کي دغه موضوع پېښه سوې.

د بېلګي په توګه که يو سرليک لکه «افغان ولسمشر سل بنديان آزاد کړل» له ۲۰۱۰ کال څخه راواخيستل سي او په ۲۰۱۹ کال کي په داسي توګه خپور سي چي ګواکي دغه کار نن سوی دی، نو دا به هم فېک نيوز وي.

د دې تر څنګ مکان يا ځای هم مهم دي. که د بېلګي په توګه يوه ويډيو خپره سي چي دوه کس بل کس ډبوي يا وژني نو صرف د ويډيو پر اساس تاسو دا نه سئ معلومولای چي ايا دغه پېښه تازه سوې که پخوا سوې؟ ايا په ويډيو کي ليدل کيدونکي کسان رشتيا هغه څوک دي چي خبر يې ادعا کوي که نه؟ ايا دغه پېښه په رشتيا په هغه هيواد مکان يا ځای کي سوې چي خپرونکی يې ادعا کوي که بل چيري پېښه سوې ده؟

۶ ـ په شريک يا شېر کولو کي احتياط وکړئ

په کوم خبر چي ډاډه نه ياست چي رشتيا او که اختراع سوی دی هغه پر خپله پاڼه د خواله رسنيو پر اکاونټ مه شريک يا شېر کوئ. اکثره وخت د اختراع سوو خبرونو په خپرولو کي دا لوی رول لوبوي چي اکثره کسان بېله تنقيدي نظر څخه په خورا بې احتياطۍ خبرونه وړاندي خپروي او شريک کوي يې.

۷ ـ آوازې او اختراع سوي خبرونه بې نقابه کړئ

که تاسو يو چيري اختراع سوی خبر په متن يا انځور کي ووينئ نو هڅه وکړئ چي په تبصره يا غبرګون کي دغې موضوع ته د خلکو پام واړوئ يا ورباندي مدلل انتقاد وکړئ. په دې توګه به نو نور هغه کسان چي دغه خبر ويني ستاسو تبصره يا نظر هم وويني او په دې توګه به دغه اختراع سوی خبر بې نقابه سي.

۸ ـ د سوشل ميډيا «رپورټ» آسانتيا وکاروئ

که کوم اختراع سوی خبر پر سوشل ميډيا ووينئ نو کولای سئ چي د دغه خواله رسنئ اړونده د راپور ورکولو «رپورټ» آسانتيا وکارئ. په دې توګه د اړونده خواله رسنۍ سيسټم د دغه خبر او خپرونکي په وړاندي د خپلو ټاکل سوو اصولو له مخي چلن کوي.

۹ ـ په اختراع سوو خبرونو سره ټوکي مه کوئ

زيات وختونه ليدل کيږي چي پر انټرنټ د ټوکو ټکالو له پاره هم اختراع سوي خبرونه خپريږي. د بېلګي په توګه د خواله رسنيو بعضي کارونکي د کوم کس يا ډلې په وړاندي د خپل تنقيد، نارضايت يا ورته ناخوښۍ يا خوښۍ څرګندولو له پاره اختراع سوي خبرونه خپروي او دې ته د ټوکي په سترګه ګوري. خو دغه موضوع چي خپرونکي د ټوکي په توګه خپره کړې وي د هغه شهرت او اعتبار ته زيان رسوي ځکه چي بيا نور کسان د هغه پر رشتيا خبرونو او نظر هم اعتبار نه کوي.

 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر ۸مه نېټه، بون

 

د «چټک، ارزانه خو بې کفايته ژورناليزم» د ليکنو د لړۍ نور مطالب پر لاندنيو لينکونو موندلای سئ:

لومړۍ برخه:
بې مسلکه «مسلکيان» (https://bit.ly/2k5OmHX)

دويمه برخه:
افغانستان يوه دوامداره توده موضوع (https://bit.ly/2k5NX8p)

دريمه برخه:
تمثيل که حقيقت؟ (https://bit.ly/2k3IYVK)

څلورمه برخه: 
«ملي تلويزيون» که «مخدومي تلويزيون»؟ (https://bit.ly/2kzDpPc)

پنځمه برخه:
بيرونکي انځورونه ـ ژورناليزم که بربريزم؟ (https://bit.ly/2lKy8V1

شپږمه برخه:
درواغ خبرونه (Fake News) څنګه وپېژنو؟ (https://bit.ly/2m74ny7)

اووَمه برخه:
زيات لايکونه څنګه په لاس راوړو؟ (https://bit.ly/3axDgk8)

اتمه برخه:
دنامه لپاره (https://bit.ly/3jZvm7e)

 

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page