د نورو هغو غورځنګونو، سازمانونو او مدني ټولنو سره فرق کوي

د ليکوال يادونه: د دغې ليکنې مقصد د سلهاؤ هغه ډلو څخه د ځوانانو خبردار کول دي چي د هغوی له سپېڅلتيا څخه ناوړه ګټه پورته کوي، ورته له مبالغو ډک درواغ او هغه څه چي ځوانان يې اورېدل غواړي وايي تر څو هغوی جلب کړي.


د يوې حقيقي تليفوني مکالمې تقريبي پروتوکول:

 
«اڅکزی صاحب، په دې مي درته تليفون کړی چي موږ يو ډېر مهم او د افغانستان له پاره حياتي غورځنګ پېل کړی دی او پکښي ستاسو او ستاسو په شان نورو ځوانانو غړيتوب حتمي دی (...) تاسو ته خو معلومه ده چي اکثره افغانان صرف خبري کوي او داسي د کار خلک پکښي ډېر کم دي چي عملي کار ته چمتو وي (...) زموږ د غورځنګ سره په دغه نژدې موده کي شاوخوا پنځه ويشت زره ځوانان مل سوي دي خو ستا سو په شان يو معتهد کس ته اړتيا وينو. په زياته بيا راسره د مشرقي زيات ځوانان ملګري سوي دي او له بده مرغه د کندهار له خوا د ګډون رنګ پيکه دی (...) پر پښتنو چي کوم ناتار روان دی، په هغه خو تر ما تاسو ښه خبر ياست. دا جنګ پر موږ نورو تپلی دی او زموږ غورځنګ په افغانستان کي سوله او پرمختګ غواړي (...) د اسلام مبين دين هم دغه امر کوي چي څوک بايد د ظلم په وړاندي ودريږي او عملي کار وکړي. له همدې کبله زموږ غورځنګ د افغانستان د ټولو دښمنانو او نظام پر ضد قوتونو افشا کول او د هغوی پر ضد مبارزه کول غواړي (...) زه د همدغه کار په تسلسل څو واري د امريکا متحده ايالاتو او نورو هيوادونو ته تللی وم او هلته مي د مهمو سازمانونو د مسؤلينو سره وکتل او هغوی ډاډ راکړ چي زموږ د غورځنګ سره به پوره کومک کوي (...)»

«محترم معلم صاحبه، دا چي ما خاوري انسان ته په دومره هسک نظر ګورئ نو ستاسو يې زر ځله کور ودان. ستاسو يې کور ودان چي په غرب کي مو خپل آرام کور او ژوند پرې ايښی ؤ او دا څو کاله مو د ډيري کمي تنخوا په بدل کي د افغانستان په ... وزارت کي د خپل تخصص څخه بيرون د ... پر دنده کار وکړ. د تأسف ځای دی چي تاسو يې بيا هم له دندي ګوښه کړې. کور مو ودان چي د هغه باوجوده تاسو د همهغه وزارت د پخواني لوړپوړي چارواکي ښاغلي ... سره يوځای سوي ياست چا چي دغه غورځنګ پېل کړی دی چي ستاسو په وينا چوکاټ او مقاصد به يې د دې وروسته په تفصيل تعين کيږي خو د هغه باوجوده په لسهاؤ زره ځوانان هم درسره يوځای سوي دي. ستاسو يې کور ودان چي که څه چي ستاسو په وينا دمګړی کوم روزګار نه لرئ خو اوس بېرته اروپا ته راغلي ياست او دلته هم د خپل هيواد له پاره په خدمت بوخت ياست، په غرب کي په اوسېدونکو ځوانانو پسي تليفونونه کوئ، امريکا هند او نورو هيوادونو ته سفرونه کوئ، د هيواد دننه او دباندي غونډي جوړوئ... او د دا ټولو چارو لوړ مصارف د بې روزګارۍ باوجوده له خپله جېبه ورکوئ ځکه چي افغانستان درباندي ګران دی. تاسو چي د مهربانۍ له مخي ماته خپله کومه سپېڅلې خو لا تر اوسه نابشپړه برنامه معرفي کړله او زما د سوالونو جوابونه مو راکړل نو د تعجب خبره ده چي ولي تر اوسه صرف په لسهاؤ زره ځوانان درسره ملګري سوي او نه په سلهاؤ زره. د تعجب وړ ځکه چي څنګه چي تاسو راته خپل غورځنګ معرفي کړ نو پکښي د هر نظر لرونکي له پاره خامخا يو شی نه يو شی موجود دی. تاسو د خپل غورځنګ له خوا د يو متحد افغانستان خبره هم کوئ او ستاسو په خپله وينا مو په خپل غورځنګ کي د افغانستان د ټولو قومونو ځوانانو ته ځای ورکړی دی، خو په عيني وخت کي د پښتنو د خوړل سوو حقونو او ورباندي جوړ ناتار خبره هم کوئ، د مشرقي او جنوبي خبره هم کوئ، د بهرنيانو سره هم اړيکي ساتئ او د اسلام د مبين دين تر څنګ د ملي ګټو غم هم درسره دی، سوله هم غواړئ او په عيني حالت کي د وطن دُښمنان ځپل هم غواړئ. ستاسو له وينا څخه داسي راته معلوميږي چي ستاسو غورځنګ د افغانستان د ښېګڼي خبره کوي او د نورو هغو غورځنګونو، سازمانونو او مدني ټولنو سره فرق کوي چي صرف د يو څو کسانو له خوا د ځان مطرح کولو، و چوکۍ ته د ځان رسولو، پروژو او پيسو ټولولو او د بهرنيو استخباراتو سره د تماس نيولو لپاره يا د هغوی په بوديجه تمويليږي او په عيني وخت کي د سپېڅلي ځوانانو له احساساتو څخه ناوړه ګټه هم پورته کوي. خو هيله ده چي بيا هم زما معذرت ومنئ چي ستاسو په غورځنګ کي درسره له بده مرغه مرسته نه سم کولای ځکه چي په ځان کي هغه جوهر او وړتيا نه وينم چي تاسو يې راپکښي وينئ او بل د مسافرۍ د ژوند ستړياوي راته اجازه نه راکوي چي د کوم سازمان يا سياسي ډلې غړيتوب ولرم.»

«اڅکزی صاحب، پر تليفون بعضي خبري نه سم کولای. بايد سره ووينو او په خپل کمپيوتر کي به درته بعضي شيان وښيم.»

«محترم معلم صاحبه، ستاسو له حوصلې او مهربانۍ يوه نړۍ مننه. خو فکر کوم چي کومه خبره چي پر عامه محضر او حتی پر تليفون څوک نه سي کولای، که يې تاسو راسره شريکه هم کړئ، نو له بده مرغه ستاسو د قيمتي وخت ضياع به وي. ځکه چي زه په رشتيا ستاسو هيڅ وړ خدمت نه سم کولای.»

«ستاسو خوښه ده اڅکزی صاحب، خو که مو نظر بدل کړ نو خامخا راته تليفون وکړئ.»

«معلم صاحبه، کور مو ودان، آباد اوسئ او الله مو مل سه.»

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر ۱۴مه نېټه

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page