sosource of image: https://bit.ly/2klQJXn

څنګه دا ممکنه ده چي لا بدتر وي
تر ګناه عذر خراب او خرابتر وي

يو دانا سړی هوښيار ذکي وزير ؤ
دا وزير و خپل پاچا ته لوی مشير ؤ
په دربار کي ارزښتناک د ده ګفتار ؤ
ښه چلن ښه يې کردار نيک يې رفتار ؤ
په مجلس کي د دربار يو ورځ ګويان سو
د پاچا مخ ته وزير په دې بيان سو
چي پيښيږي کله داسي هم وختونه
تر ګناه عذر بدتر چي کړي سوختونه
پاچا وويل ثابت دي دا بيان کړه
که نه ځان چمتو اعدام ته ښه عيان کړه
څنګه دا ممکنه ده چي لا بدتر وي
تر ګناه عذر خراب او خرابتر وي
پاچا ومنل وزير ته مهلتونه
تر څو وښيي رشتيا خپل صحبتونه
بله ورځ کله پاچا چي ولاړی باغ ته
لږ آرام چي ورکړي دی و خپل دماغ ته
نو راټول باندي ملګري او خپلوان ول
د ملکې سره چي ټول دوی راروان ول
د یو بوټي شاته پټ دانا وزير ؤ
د پاچا له امره څوک چي ډېر زهير ؤ
پاچا ورسېد نژدې چي خپل وزير ته
خپل هوښيار دغه پټ سوي لوی مشير ته
نو وزير د شا له خوا ښه سو ور وړاندي
لاس يې تېر کړ د پاچا پر مقعد باندي
پاچا ورغورځېد له قهره زښت حيران سو
د سپينږري خپل وزير پر کار ويران سو
وزير وويل پاچا ته بخښه غواړم
پام مي نه ؤ ستا د رحم نخښه غواړم
هيڅ هدف نه وې ته زما نه اراده وه
هدف زما اصلي خو صرف ستا ملکه وه
پاچا پوه سو چي خراب او خرابتر وي
عذر کله تر ګناه لا هم بدتر وي

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر ۱۷مه نېټه، بون

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page